facebook-3D

چارواکي: فیسبوک نه بندېږي

نن ټکی آسیا: د ولسمشرۍ دفتر هغه اوازې رد کړي چې ګواکې د ملي امنیت شورا په افغانستان کې فیسبوک بندوي.
د فیسبوک د بندېدو په اړه د ملي امنیت شورا نن یکشنبه د حامد کرزي په مشرۍ غونډه وکړه.

د ولسمشر ویاندې عادله راز ویلي چې په نننۍ غونډه کې د ملي امنیت شورا د فیسبوک د بندیدو وړاندیز رد کړ.

د مخابراتو او معلوماتي تیکنالوجۍ وزرات هم دا خبر رد کړی چې ګواکې په افغانستان کې فیسبوک بندیږي.

د مخابراتو وزرات تر دې وړاندې ویلي وو چې یو شمېر وزیرانو او چارواکو د دې غوښتنه کړې چې فیسبوک کې په ځینو پاڼو بندیز ولګوي. د دوی په وینا ځينې فیسبوکي پاڼې ژبني او نژادي تعصبونو ته لمن وهي.

د دغه وزرات ویاند نصرت رحیمي وايي چې د فیسبوک پاڼو د بندولو لپاره دوی ډیرې لارې لري.

د فیسبوک د بندیز غوښتنې له هغې راهیسې زیاتې شوي، چې د افغانستان د ګڼو سیاسي لوریو پلویان هره ورځ د دغې ټولنیزې شبکې له لارې خپل نظریات سره شریکوي او بحثونه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د