
میدان وردګو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله ۹ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې پر دوو مسافر وړونکو موټرونو د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي مهدي راسخ رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د سه شنبې په سهار هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د مسافرو یو فلاینګ کوچ ډوله موټر باندې د جلریز ولسوالۍ په «آب بسراغ» سیمه کې دسړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.
نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې ۷ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شول؛ خو کله چې په یو سراچه ډوله موټر کې د لومړنۍ پېښې دوه تنه ټپیان انتقالېدل په یاده سیمه کې په سراچه موټر هم چاودنه وشوه او دوه تنه په کې ووژل شول.
له بل پلوه د جلریز ولسوال خلیل الرحمن خلیلي بیا وايي، چې لومړنی موټر د مرکز اړوند کوټه عشرو او دویم موټر د جلریز ولسوالۍ مربوطاتو کې د سړک غاړې په ماینونو ختلي دي.
د ولسوال په خبره په دغو دواړو پېښو کې اته تنه وژل شوي او شپږنور ټپیان دي.
داسلام سپیڅلی دین له لاری څخه دضرر لری کول دایمان مهمه برخه ګڼلی، مګر موږ افغانان چی ځانونو ته دنړۍ په کچه پاخه مسلمانان وایو په لارو کی ماینونه ږدو، زموږ افغانانو داعمل کاملا داسلام د مقدس دین له لارښوونو سره په ټکر کی دی او هرڅوک چی په لارو کی ماینونه ږدی هغه دالله له امر څخه سرغړونه کړی او سخت ګناهکار ده، دامهمه نه ده چی دی څوک ده ، که طالب وی که دولتی وی که کومه بله غیر مسئوله وسله واله ډله ټپله وی.
تر ډیر مین کیښودل د طالبانو کار دی پدی ټول پوهیږی. ویره اچول، وحشت خپرول انتحار او انفجار دا ټول د طالبانو کارونه دی چی ټول د اسلام سره په تضاد کی دی.