نړۍ

سوډان: د ترهګرۍ له تور لیسته په وتو به مو اقتصاد پياوړی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دی هوډ لري، چې د سوډان نوی نظام د ترهګرۍ له تور نوملړه وباسي.

د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک ويلي، که سوډان د ترهګرۍ له تور ليسته ووځي، دا به د دې هېواد لپاره ستره اقتصادي لاسته راوړنې ولري او دې سره به يې شپېته ميليارده ډالره پور هم خلاص شي.

سوډاني چارواکو ويلي، دوی چمتو دي، د کول بېړۍ او په نيروبي او دارالسلام کې د امريکا پر سفارت د بريد په پایله کې د وژل شوو کورنيو ته له خپلې خزانې معاوضه ورکړي.

عبدالله حمدوک د سوډان له رسمي تلویزیون سره د خبرو په مهال له امریکا سره د اړیکو رغېدل د خپل حکومت ستره لاسته راوړنه بللې او په خبره یې، له واشنګټن سره يې خبرې روانې دي چې سوډان د ترهګرۍ له نوملړه وایستل شي.

د حمدوک په وينا خرطوم هيله لري، چې ټرمپ په رسمي ډول له کانګريس څخه دا غوښتنه وکړي، چې سوډان د ترهګرۍ له تور ليسته وويستل شي او زياته کړې يې ده، چې په تور ليست کې د سوډان شتون له هر پلوه دوی ته ډېر زيان رسولی دی.

د سوډان لومړي وزير په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د سوډان لپاره ستر ملاتړ دی، تر څو سوډاني حکومت او ولس د ديموکراسۍ پر لور مزل وکړي.

د حمدوک په خبره سوډان د پخواني نړېدلي نظام له پاتې شونو په وتلو دي او زياته کړې يې ده، چې سوډانيان سوله پال خلک دي او هيڅکله يې د ترهګرۍ ملاتړ نه دی کړی.

بل پلو د سوډان د انتقالي حکومت رئیس عبدالفتاح البرهان هم ويلي، د ټرمپ له لوري سوډان د ترهګرۍ له تور ليسته لرې کول د دې ښکارندويي کوي، چې هېواد کې يې مهم بدلونونه راغلي دي.

د امريکا اعلان

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، دی هوډ لري، چې سوډان د ترهګرۍ له تور نوملړه وباسي، خو وروسته تر هغه، چې د سوډان حکومت د ترهګرۍ پېښو کې د وژل شوو امريکايانو کورنيو ته ۳۳۵ ميليونه ډالر معاوضه ورکړي.

د ټرمپ په ټويټر پيغام کې راغلي، «د سوډان نوی حکومت ستر پرمختګونه کوي، د ۳۳۵ ميليونه ډالرو په ورکړه به زه دا حکومت د ترهګرۍ له تور ليسته وباسم او بالاخره د امريکايي ولس لپاره عدالت پلی شو او سوډان لپاره هم ښه زیری دی.»

ځينې امريکايي چارواکو ويلي، د سوډان حکومت له واشنګټن سره د اړيکو جوړولو سربېره له اسرائيلو سره هم د اړيکو رغولو په لټه کې دی او هڅه کوي، چې د متحده عربي اماراتو او بحرين پر پله پل کېږدي او اسرائيل په رسميت وپېژني.

د پخواني اسلامپال ولسمشر عمر البشیر د واکمنۍ پر مهال سوډان د امريکا له لوري د ترهګرۍ په تور ليست کې شامل شوی و او دا به هم د سوډان کودتاچي رژيم لپاره ستونزمنه وي، چې په لنډ وخت کې له  تور لیسته ووځي، خو بيا هم دا حکومت خپلې هڅې کوي.

د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله د امريکا او سوډان ترمنځ جنجالي ټکی دا دی، چې سوډاني چارواکي دا غوښتنه کوي، چې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو موضوع دې د رسنيو له سترګو پټه وي.

بل پلو د سوډان پوځي او سياسي چارواکي هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو په اړه په خپلو کې سره ضد او نقیض نظرونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x