افغانستان

کندهار کې د یو ځوان د وژلو په غبرګون کې د کمانډو عسکرو پرضد لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): ګڼو ولسي خلکو د کندهار ولایت مرکز کې د کمانډو عسکرو لخوا د یو «بې ګناه» د وژلو په غبرګون کې ولایت مقام مخې ته لاریون کړی دی.

معترض لاریونوال چې د وژل شوي «بې ګناه» ځوان جسد یې هم له ځانه سره راوړی، ادعا کوي چې تیره شپه لس بجې د صفر درې قطعې کمانډو عسکرو یې کور باندې چاپه وهلې، هرڅه یې ورته ګډوډ کړي، یو پنځلس کلن ځوان یې له یوې خونې څخه بلې خونې ته بوولی او هلته یې وژلی دی.

دا پېښه د کندهار ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند ملاخیلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده؛ خو د کندهار ولایتي چارواکي بیا د پېښې په هکله له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

لاریون اوس هم روان دی، چې له امله یې یو شمېر لارې هم د ترافیکي رش سره مخ دي؛ خو معترض لاریونوال وايي، چې د خپل حق ترلاسه کولو پورې به لاریون ته دوام ورکوي.

په کندهار کې صفر درې یا د ملا صاحب د سرای قطعه چې د امریکایانو لخوا روزل شوي کمانډويي عسکر دي، تمویل او قومانده یې مستقیما د امریکا د جاسوسي ادارې (سي آی اې) څخه کیږي او تر ډیره د کندهار ولایتي چارواکي د هغوی له عملیاتو څخه خبرتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x