افغانستان

برتانیه له دولتي عسکرو سره اویا میلیونه پاونډه مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل):په کابل کې د برتانیې سفارت وایي، هیواد یې د کابل له دولتي ځواکونو ملاتړ کوي او همدې ملاتړ ته د ژمنتیا ښودلو په موخه راتلونکی کال تر اویا میلیونه پاونډو پورې مرسته ورسره کوي.

کابل کې د برتانیې له سفارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې برتانیا له دولتي ځواکونو سره خپله مرسته روانه ساتي او تېره ورځ په بروکسل کې د مرستې په تړاو رابلل شوې غونډه کې یې ژمنه کړې چې راتلونکی کال «۲۰۲۱» کې د کابل حکومت له امنیتي ځواکونو سره اویا میلیونه پاونډه مرسته کوي.

خبرپاڼه کې طالبان د جګړې په زیاتولو تورن شوي، پر هلمند د هغوی بریدونه غندل شوي او یاده شوې چې «د نورو مرسته کوونکو هېوادونو تر څنګ د برتانیې مرسته به په مالي، تخنیکي او تخصصي برخو کې د افغان دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي، او دوی به لا پیاوړي کړي تر څو افغانستان کې تل پاتې سولې او ټیکاو ته لاره هواره کړي.»

دغه مرسته داسې مهال ده چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او د یوې تلپاتې سولې تامین ته هیلې راټوکېدلې.

ورته مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پیل شوې، چې ورسره جوخت د بهرنیانو مرستې د تېر په پرتله کمې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x