افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: په جګړه کې د پرمختګ لپاره د بهرنيانو هوايي ځواک ته اړتيا لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونه خبرو ته ناست دي او په هیواد کې د سولې د تامین هیلي تر بل هر وخت زیاتې شوي؛ د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي، هیواد به د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ شي.

محب دغه څرګندونې له بي بي سي سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې حکومت هڅه کوي د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي؛ خو له دې پرته د جګړې لپاره هم په واقعي ډول چمتووالی لري.

د محب په خبره، د جګړې په ډګر کې اوس هم د امریکايي ځواکونو ملاتړ د دولتي عسکرو لپاره اړین دی او که چېرې بهرني عسکر له افغانستانه ولاړ شي، هیواد به د کورنۍ جګړې له جدي ګواښ سره مخ شي.

د نوموړي له قوله، دولت د سولې او د جګړې د شدت د کموالي لپاره هڅې کوي او تر څنګ یې له طالبانو هم هیله لري، چې په «ښه نیت» مذاکرات مخته یوسي.

د محب له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي چې په دوحه کې له څه باندې یوې میاشتې راپدېخوا د سولې خبرې روانې دي او تر څنګ یې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پیل شوې.

تر دې دمه زرګونو ناټو او امریکایي عسکرو افغانستان کې خپل شته نظامي مرکزونه له منځه وړي او خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وویل، چې د راتلونکي نوي کال تر پيلېدو خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او په دې توګه په دې هیواد کې روانې «بې پایانه» جګړې ته د پای ټکی ږدي.

طالبانو که څه هم د محب تازه څرګندونو ته تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو احتمالات رد کړي وو او ددوی له قوله، په افغانستان باندې کنټرول لري او چاته اجازه نه ورکوي چې کورنۍ جګړه پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x