نړۍ

له اذربایجان سره په جګړه کې د ارمينيا له ۷۰۰ زیات عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): د اذربايجا پر خلاف د ارمينيا جګړه کې د دغه هېواد د عسکرو په مرګ ژوبله کې ورځ تر بلې زياتوالی راځي او تر اوسه د ارمينيا له ۷۰۰ زيات پوځيان وژل شوي دي.

د ارمينيا دفاع وزارت ويلي، يوازې نن د ۲۹ عسکرو د وژنې راپور ور رسېدلی او ښايي د وژل شوو پوځيانو شمېر تر دې هم زيات وي؛ ځکه د مرګ ژوبلې خبر دوی ته پر وخت نه رسيږي..

د اذربايجان له لوري د عسکرو د مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د اذربايجا ولسمشر الهام عليف په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د مرګ ژوبلې ټول معلومات د رسنيو له لارې خپاره کړي.

د ایران خبرداری

ایران خبرداری ورکړی، که د ناګورونو قره باغ سيمې له لوري د دوی پر خاوره توغندي ولګېدل، دوی به يې خامخا ځواب وايي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده ويلي، که د ایران پر خاوره هر ډول برید کيږي، اګر که په تېروتنه هم وي، دوی به يې ځواب وايي.

ایراني رسنيو د چارواکو په حواله ويلي، د ایران تر واک لاندې اراکيز سمندر پر غاړه اته توغندي لګېدلي وو، خو هېڅ ډول مالي او ځاني زيان يې نه درلود.

د اذربایجان او ارمينيا ترمنځ د ایران اړوندو سيمو کې ډېری اوسېدونکي د اذري نسل دی.

د اذربايجان ولسمشر دعوه

د اذربايجان ولسمشر دعوه کړې، چې د دوی ځواکونو په سويلي «جبريل» ولسوالۍ کې له ارمينيايي عسکرو تازه ۱۳ کلي نيولي دي.

وړمه ورځ د اکتوبر په ۱۸مه هم د اذربايجان ولسمشر په يوه ټويټ کې ويلي و، د اراکيز سمندر پر خودافرين پُل د دوی ځواکونو خپل بیرغ رپولی، چې له ۱۹۹۰ کال راهيسې د ارمينيا تر واک لاندې و.

تېره اونۍ د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسيې په منځګړيتوب د اوربند تړون شوی و، چې د اکتوبر له اتلسمې به پيليږي، خو له ټاکلې نېټې څو شېبې وروسته بېرته جګړه پيل شوه او دواړه لوري پر يوه بل له اوربنده د سرغړونې تورونه لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x