افغانستان

نيمروز او غزني کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۹ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): په نيمروز او غزني ولایتونو کې د سرک د غاړې ماين چاودنو او مخامخ بريد کې د ولسوالۍ د امنيه او اربکیانو د يو قومندان په ګډون ۱۹ پوليس وژل شوي دي.

د نيمروز د والي وياند بهرام حقمل وايي چې نن غرمه مهال د نيمروز په کنګ ولسوالۍ کې د پوليسو يو موټر باندې د سرک غاړې ماين چاودنه وشوه چې په موټر کې سپاره اته پوليس په کې ووژل شول
حقمل وايي چې له لومړۍ چاودنې وروسته سيمې ته د ولسوالۍ د امنيه قومندان له ورتلګ سره بله چاودنه وشوه چې له امله يې د ولسوالۍ امنيه قومندان او درې ساتونکي ووژل شول.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن له غرمې مخکې يې د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د رمضان په نامه د اربکيان يو قومندان له شپږ نورو پوليسو سره يو ځای وژلی دی.

مجاهد رمضان د اربکيانو يو «وحشي قومندان» ياد کړی او ويلي يې دي چې د خپلو شومو اعمالو په سزا رسېدلی دی.

د غزني ولایتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x