افغانستان

د ټاکنو لومړنۍ پايلې سبا اعلانيږي

نن ټکی اسيا: د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به سبا دوشنبه اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر احمد يوسف نورستاني نن کابل کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل چې له خپلې ژمنې سره سم به سبا دوشنبه د ولسمشريزو ټاکنو ابتدايي پايلې اعلان کړي.

وړمه ورځ ښاغلي نورستاني ويلي و، چې د هېواد دېرشو ولايتونو کې د ۱۹۳۰ محلونو رايې بيا شمېرل کيږي او نن ترې د خبري غونډې په ترڅ په دې اړه پوښتنه وشوه، خو ښاغلي نورستاني په دې اړه څه ونه ويل.

ټاکل شوې وه، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې د چنګاښ په يوولسمه اعلان شي، مګرد ټاکنو کميسيون اعلان وکړ، چې د انتخاباتو د لا شفافيت په موخه يې د ټاکنو پايلې د چنګاښ تر شپاړسمې وځنډولې.

د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي هم د ټاکنو له کميسيونه غوښتي و، چې د ټاکنو پايلې دې د چنګاښ په شپاړسمه اعلان کړي، مګر د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحات او همپالنې ټيم وايي، تر څو چې ټاکنو کې د درغليو مخه نه وي نيول شوي، بايد پايلې وځنډول شي.

د ټاکنو کميسيون وايي، چې د ډاکټر عبدالله په غوښتنه يې د ټاکنو پايلې پنځه ورځې وځنډولې او له دې زيات ځنډول یې ناشوني دي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ټيم وايي، چې تر اوسه هم دوی د ټاکنو کميسيون سره خپل پريکون ته دوام ورکوي او تر څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي دوی به له خپل پرېکونه لاس پر سر نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نصیر جرار

دا کفری ټاکنی څوک منې ؟ هسی ځانونه ستړیاوی

حمدالله صابر

پریده چی خپل ځان ستړي کړي هسی لګیادي ورځ پري را روانه ده باداران یی په داسی حال دی دا خبر خو هم ډیـــــــــــــــــر خوند کوي هلمند: باباجي کې دیرغلګرو۳زغروال ټانکونه له منځه لاړل نېټه: شنبه, 05 جولاي 2014 22:11 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي دهلمند ولایت له مرکزلشکرګاه نه داسلامی امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار وختي دلشکرګاه اړوند دباباجي دسپین مسجد دحاجي عزیز پمپ سیمي ته ګڼ شمېر یرغلګرو له ټانګونوسره دعملیاتوپه موخه راووتل سیمې ته له راتګ سره سم دښمن دمجاهدینوله لوري په خښ شويو ماینونوکې راحصار شول چې دماسپښین تر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x