ورزش

حضرت ځاځی او نوين الحق د سريلانکا په غوره ليګ کې اخيستل شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): د سريلانکا غوره ليګ سياليو لپاره تېره ورځ بولي ترسره شوه چې د يو شمېر بهرني لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان ملي لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي حضرت الله ځاځی او نوين الحق هم واخيستل شول.

ټاکل شوې ده دغه سوداګريز ليګ به د نومبر مياشتې په ۲۱مه نېټه پېل او د ديسمبر تر ۱۳مې دوام وکړي.

په دغه ليګ کې د ګلي ګلډيټرز لوبډلې لخوا حضرت الله ځاځی واخيستل شو، دغه راز نوين الحق د کنډي ټسکرز له لوري واخيستل شو.

په دغه ليګ کې ۵ لوبډلې ګډون کوي، چې کولمبو کينګز، ډامبولاس هوکس، ګلي ګلډيټرز، جفنا سټليونز او کنډي ټسکرز شاملې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x