افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکمتیار: حکومت د جګړې پلوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» وايي، حکومت د جګړې پلوی دی او سوله نه غواړي؛ خو مذاکراتي ټيم یې په دوحه کې له طالبانو سره خبرو ته ناست دی.

حکمتیار دغه څرګندونې اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال یوې خبري ناستې ته کړې.

نوموړي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې، له هیواده له وتلو پرته بله چاره نه لري او تر هغه چې له افغانستانه یې عسکر ایستلې نه وي، په هیواد کې سوله هم راتلای نه شي.

حکمتیار ددې تر څنګ په دوحه کې پر روانو مذاکراتو انتقاد کړی او په خبره یې یاد مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ روان دي «په دوحه کې اوسني مذاکرات د ارګ د یوه ټیم او طالبانو تر منځ دي او د ټولو افغانانو تر منځ نه دي.همدا لامل دی چې ګڼ سیاسي ګوندونه په مذاکراتو کې نشته، موږ هم نه یو. اړتیا ده چې اجماع جوړه شي او تر هغه وروسته په واحد نظر مذاکراتو ته ولاړ شو.»

حکمتیار چې په درې ورځني سفر اسلام اباد ته تللی هلته یې د یاد هیواد له ولسمشر، لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره لیدلي او د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې هم د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ هم خبرې روانې دي او تر څنګ یې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پيل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

حکمتيار صاحب ته خو بېخي ځان له ځمکي ووهه.

تا خپله هم د امريکايانو د غلامۍ پړی غاړي ته اچولی دی او د اسلام او مسلمانانو او پر تا را ټولو سوو خلکو سره دي سخته جفا وکړه.

مرګ دي پر دې مادياتو سي، ډېر يې سخت وشرمول او لا ګوره چي په نورو لا څه کانې کوي. ډېر هسي په خوله وايي چي ﴿إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5) اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) ﴾ خو په عمل کي تر بوسو سپک خېژي. الله مودي په دې د سپي تر لکۍ لاندي ژوند کي پرده کوي. 

Adam Khan

Waww, It looks like Hekmatyar Saib is young an determined again.

طوطی

څه چی پاکستان ورته ویلی هغه به وایی کنه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x