ټکنالوژي

د واټس اپ دغه نوې راتلونکې ځانګړتیا به مو هرو مرو خوښه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د خواله رسنیو مشهور اپلیکیشن واټس په پام کې لرې داسې نوې ځانګړتیا وړاندې کړي چې په مرسته به یې کاروونکي وکولی شي د «واټس اپ ویب» له لارې په کمپیوټر کې هم غږیز یا ویدیویي تلیفون وکړي.

د واټس اپ د نویو راتلونکو معلوماتو څارونکی ویب سایټ WABetalnfi د خبر سره سم شرکت په خپلو نویو تجربو کې پر یوه داسې ځانګړتیا کار پېل کړی چې په مرسته به یې د واټس اپ په کمپیوټر یا ډیسکټاپ نسخه هم غږیز او ویدیویي تلیفون کول ممکن وي.

د یادې ویب پاڼې راپور په ګوته کوي، که چا خپل واټس اپ کمپیوټر سره وصل کړی وي او وغواړي غږیز یا ویدیویي تلیفون وکړي، ددې لپاره به نوې کړکۍ پرانیستل شي چې په کې به د تلیفون کنترول او ددې اړوند اسانتیاوې شتون ولري.

اوسمهال هم تاسې کولی شئ د واټس له لارې په ډيسکټاپ کې ویدیویي زنګ ووهئ، خو ددې لپاره د میسنجر مرسته غوښتل کیږي، چې په نوې نسخه کې به دغه طریقه حذفه او نوې اسانه طریقه وړاندې شي.

دغه نوې ځانګړتیا تر دې دمه د ازمیښت په مرحله کې ده، او لا معلومه نه ده کله به پر ډیسکټاپ نسخه عملي او کاروونکو ته وړاندې شي.

باید وویل شي چې په سپتمبر میاشت کې د پيغام رسونې مشهور اپلیکیشن اعلان کړی و چې په واسطه به یې کاروونکي وکولی شي خپل یوازینی واټس اپ په څو موبایلونو کې انترنیت سره له وصل کېدو پرته وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x