روغتیا

له کرونا روغ شوي ډير یې رواني ستونزې لري – نوې څیړنه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د میلان ښار «سان رافایل» روغتون په یوې نوې څیړنې ترسره کولو سره کشف کړې، هغه کسان چې له کرونا وژونکې وبا روغ شوي له رواني ستونزو کړیږي.

دغه څیړنه وایي، له کوویډ-۱۹ سختې جټکې څخه روغ شوي زیاتره کسان د رواني ستونزو لکه خپګان، تشویش، سټریس او فشار سره مخ شوي دي.

په پورتنۍ څیړنه کې پوهانو ۴۰۲ بالغ کسان چې (۲۶۵ یې سړي او ۱۳۷ یې ښځې وې) له درملنې یو میاشت وروسته څارلي دي. له دغو په کرونا اخته کسانو څخه یې ۳۰۰ یاد روغتون ته انتقال شوي او پاتې نور په کورونو کې پاتې شوي دي.

روغتیا پوهانو موندلې، له نیمایي زیات کسان چې له کرونا ناروغۍ په بریالیتوب روغ شوي په یوې نه یوې رواني ستونزې اخته دي، ددې لامل د نښو هغه سختي ده چې د ناروغۍ پرمهال پرې تېره شوې. په رواني ستونزو کې ژور خپګان، بې خوبي، تشویش، فشار او سټریس شامل دي.

دغه څیړنه د کلینیکي پوښتنو او د ناروغانو لخوا د ترسره شوي معلوماتو پر اساس شوې، د ترسره شویو پایلو په لړ کې پوهانو موندلې چې ۲۸ سلنه ناروغان له جټکې خوړلو وروسته له فشار سره مخ دي، ۳۱ سلنه یې د ژور خپګان، ۴۲ سلنه تشویش او اندیښنې، او ۴۰ سلنه د بې خوبۍ سره مخ شوي، په داسې حال کې چې ۲۰ سلنه یې د جنسي ګډوډۍ ښکار شوي دي.

په دې لړ کې ښځې تر نرانو زیاتې د انديښنې/تشویش او خپګان ښکارې شوي، که څه هم پوهانو په ښځو کې د کوویډ-۱۹ نښې تر ډيره حده لږې جدي ښودلې دي خو بیا هم د رواني ستونزو ډيرې ښکار شوې دي.

د څیړنې په وینا، رواني اغیز پر هغه کسانو ډیر ښکاره شوی چې د روغتون پرځای یې په کور کې د کرونا درملنه کړې ده، دا په روغتونونو کې رواني باور او اعتماد په ګوته کوي، چې د قرنطین پرمهال په ګوښه ځای کې یې انسان نشي ترلاسه کولی.

څیړونکي په دې باوري دي چې رواني فشار کولی شي په خپله د ناروغۍ په پایله کې رامنځته شي، همدارنګه د نورو د اخته کېدو ویره احساسول، ټولنیزه انزوا او د ګناه احساس هم رواني فشار زیاتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x