افغانستان

بلخ کې د دولتي عسکرو په توپچي برید کې ۲ انجونې «شهیدانې» شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي برید کې د ۲ انجونو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، چې دولتي عسکرو تیره ورځ د نهر شاهي ولسوالۍ په «ترکمني» سیمه کې د خلکو په کورونو توپونه ویشتلي چ، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې ترڅ کې د هاوان یوه مرمۍ د نورمحمد په نوم د یو کلیوال په کور لګېدلې چې له امله یې د نوموړي دوه لوڼې «شهیدانې» شوې دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سولې مذاکراتو سره همهاله د هېواد په مختلفو ولایتونو کې دولتي عسکرو په عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو بریدونو ته زور ورکړی، چې ورسره د ملکي  تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x