افغانستان

د تخار د امنیت آمر له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت د امنیت آمر «راز محمد دور اندیش» له خپلو څو تنو ساتونکو سره یو ځای له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند «خلیل اسیر» وایي، تېره شپه طالبانو د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ باندې بریدونه وکړل، چې په مهال یې د امنیت آمر له لسو نورو عسکرو سره یو ځای ووژل شو.

ورته مهال د تخار د والي ویاند «جواد هجري» بیا وایي، چې جګړه په خواجه غار او بهارک ولسوالیو کې شوې چې په پایله کې یې د راز محمد دور اندېش په ګډون څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي.

طالبانو لا تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x