ټولنیزه برخه

د کړنلار جوړونې ضرورت

ژباړه: حسيب الله سجاد

څوک چې غواړي پر خپلو وختونو ولکه ولري نو باید د ژوند پېښې کنترول کړي او هر کار په خپل وخت او ځای کې ترسره کړي چې دغه کړنه په کړنلار جوړولو سره کېدای شي.

کړنلار جوړونه هغه مهارت دی چې د هغه په وسیله موږ کولی شو د خپل ژوند لوری تر خپلې ولکې لاندې ولرو، کړنلار جوړونه یعنې په ژوند کې هره کړنه په خپل ځای کې په غوره توګه ترسره کول.

په کړنلار جوړونه کې د هر کار لپاره ځانګړی وخت او د هر وخت لپاره ځانګړی کار ټاکل کېږي او ټول کارونه او کړنې په خپل وخت او خپل ځای کې ترسره کیږي.

د بریالیتوب لپاره کړنلار جوړونه ضروري ده، ځکه بریالیتوب ته د رسېدو لاره هواروي چې دغه کړنه په فکر او دقت سره اسانه کیږي.

هر څوک چې سهار وختي ويښیږي نو د ورځني ژوند د هرې ورځې لپاره کړنلار جوړوي هغه خلک بریالي دي چې ورځني کارونه نوټ او یادښت کوي او هغه د لومړیتوب په اساس ترسره کوي هغه خلک چې کارونه خپل ذهن ته سپاري ترڅو یو پر بل پسې ترسره کړي د لومړۍ ډلې پر نسبت کمې کړنې ترسره کوي ځکه ځینې کارونه ترې هېریږي او یا نور کارونه د هغه په ځای ترسره کوي.

بله ډله له هېڅ ډول کړنلار جوړولو پرته ورځ پیل کوي او حتی د ورځې د کارونو په باره کې فکر هم نه کوي او خپل ورځنی حرکت پیلوي چې دا ډله له ټولو یادو ډلو په خپلو کړنو کې وروسته پاتې ډله ده. ځکه د کارونو لپاره هېڅ ډول کړنلار نه لري او ښايي ټول وخت په غیر ضروري کارونو کې مصرف کړي او له ضروري کارونو پاتې شي.

د یو ښوونکي ښایسته نصیحت:

د فلسفې یو استاذ له یوه ښیښه‌یي لوښي، لږ غټو تیږو، لږ وړو تیږو، لږ میده تیږو او ریګ سره یو صنف ته راغی، ښیښه‌يي لوښی یې له وړو تیږو ډک کړ وروسته یې له زده‌کړیالانو پوښتنه وکړه چې آیا په لوښي کې نور ځای پاتې دی؟ نو زده‌کړیالانو ورته وویل چې لوښی پوره ډک شوی دی، له دې وروسته استاذ وړې تیږي په لوښي کې ورغوځوي او د لوښي هغه ځای پرې ډکوي کوم چې وړې تیږې هلته رسیږي، وروسته بیا پوښتنه ترې کوي اوس په لوښي کې ځای پاتې دی او که نه؟ زده‌کړیالانو ورته وویل چې په دې ځل خو بیخي ځای نشته او پوره ډک شو، وروسته د ریګ نوبت راغی او استاذ هغه هم پکې وروغورځاوه او بیا یې هم پوښتنه ترې وکړه او بیا یې هماغه ځواب واورېد، اوس استاذ اوبه ور تویې کړې چې اوبه هم په خاورو کې جذبیږي او د لوښي بیخ ته کښته کیږي.

استاذ خپلو زده‌کړیالانو ته په ډاګه کړه چې فرصتونه هم همدارنګه دي، که موږ په کړنلارو کې د لومړیتوبونو مراعات ونه کړو نو کارونه له ځنډ سره مخ کیږي، لومړی باید تر ټولو لوی کارونه ترسره او ورپسې کوچني کارونه او له هغه کوچني ترسره کړو، وخت ساتنه دا ده چې د کارونو حجم په ډاګه کړو، د هغه د پیل او پای وخت هم وټاکو او د هغه د ترسره کولو په څرنګوالي کې هم فکر وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x