افغانستان

سیګار: د کابل حکومت د بیا رغونې په پلمه ۱۹ ملیارده ډالره غلا کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې(سیګار) د کابل حکومت باندې تور لګولی چې د ۱۷ کلونو په جریان کې یې ۱۹ ملیارده ډالره غلا کړي دي.

سیګار وايي، د ۲۰۱۸ کال جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر ۳۱ دسمبر ۲۰۱۹ کال پورې د کابل حکومت له هغو مرسته شوو پیسو څخه چې د افغانستان د بیا رغاونې په نوم راغلې وې، ۳.۴ملیار ډالره غلا او اختلاس کړی دی، دا له هغو 15.5 ملیارد ډالره غلا شوو پیسو څخه علاوه دي چې سیګار په ۲۰۱۸ کال راپور ورکړی ؤ او د کابل حکومت چارواکي یې په کې ګرم بللي وو.

د سیګار د راپور په اساس د ۲۰۰۲ کال له پیل څخه تر ۳۱ دسمبر ۲۰۱۹ کال پورې د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس لخوا د افغانستان د بیا رغونې لپاره ۱۳۴ ملیارده ډالره ځانګړي شوي وو، چې له دې جملې څخه د ۶۳ ملیارد  ډالرو د لګښت حسابونه سیګار څیړلي دي.

په دغو څېړنو سیګار موندلې ده، چې د ۲۰۰۹ کال د مئ میاشتې څخه تر ۳۱ دسمبر ۲۰۱۹ کال پورې شاوخوا ۱۹ ملیارد ډالره، د کابل حکومتي چارواکو او قراردادیانو لخوا اختلاس، په بډو وهل او غلا شوې دي.

سیګار دغه راز ویلي، چې په دې لړ کې د امریکايي مالیه ورکوونکو 1.5 ملیارد ډالره ضایع شوي، ۳۰۰ ملیون ډالره اختلاس او ۳۴ ملیون ډالره نور بیا په بډو وهل شوي.

دد ې ټولو مرسته شوو پیسو څخه ۱۰۶ ملیارد ډالره له مخدراه موادو سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وې، چې د سیګار د راپور په اساس هیڅ لاسته راوړنې نه لري.

سیګار دغه راز ادعا کوي چې ددوی د فعالیت له کبله د امریکايي مالیه ورکوونکو 3.2 ملیارد ډالره سپما شوې دي.

د کابل حکومت چارواکي او قراردادیان په داسې مهال د ملیاردونو امریکايي ډالرو، په غلا او اختلاس تورن کیږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي د بډې اخیستلو سربیره د مخدره موادو او بهرنیو اسعارو د قاچاق په تور نیول شوي؛ خو عدلي ارګانونه یې په هکله د پرېکړې کولو څخه عاجزه دي.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې مطبوعاتي سلاکار خوشحال خلیل زوی د 1.2 ملیون ډالرو په ارزښت پاکستان ته د مخدره موادو او نایابه مرغانو د قاچاق په تور ونیول شو؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ یې تراوسه په هکله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x