افغانستان

غني: له عسکرو څخه د ناټو او امریکا ملاتړ دوام کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، امریکا او ناټو  ورسره په کړو ژمنو ولاړه ده او له دولتي عسکرو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

غني دغه څرګندونې نن په کابل کې ولسي جرګې ته د نوماندو وزیرانو د ور پېژندلو په مراسمو کې کړې.

نوموړي ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د راتلونکي او د نوولس کلنو لاسته راړونو د ساتنې لپاره له حکومت سره په کړو ژمنو ولاړ دي او له عسکرو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

غني وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا او ناټو ملاتړ اوس هم له عسکرو سره دی او په هلمند ولایت کې د عسکرو په ننګه پر طالبانو بریدونه همدا ژمنتیا په ډاګه کوي.

نوموړي ددې تر څنګ طالبان تورن کړي چې جګړه یې «مشروعیت نه لري» او دده له قوله، دا خبره د افغانستان علماوو نړۍ ته واضح کړې او هغوی ته یې قناعت ورکړی.

غني داسې مهال د امریکا او ناټو د هوایي ځواک له ملاتړ ډاډ څرګندوي، چې طالبان وایي، امریکايي لوري د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې او په هلمند ولایت کې یې پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونه کړي.

څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې دوی امریکا سره کړي تړون ته ژمن دي؛ خو هغوی له اصولو سرغړونه کړې او د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې يې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي.

ورته مهال امریکایي لوری بیا د طالبانو څرګندونې ردوي او ددوی په خبره، یاد بریدونه د عسکرو د دفاع په موخه ترسره شوي وو او له توافقنامې سره په ټکر کې نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

ددې اخمق ، د غریبانو او بی سوادو په سر پاچا ، له خپلو غلو ملګرو سره بیا غوا لنګه شوه خو دا جاهل پر دې نه پوهیږي چې دا مرستې تر ۲۰۲۴ کاله پورې دي او د طالب لښته به همیشه ددوی په کوناټویو ګذارونه کوي تر څو چې خپله جزا ووینی اوملت له فساده ترې خلاص کړي !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x