دیني، سیرت او تاریخ

د میلاد النبی او نورو اسلامي مناسبتونو نمانځل څه حکم لري؟

لیکوال: دکتور یوسف قرضاوي

ژباړه: صدیق الله راشد

پوښتنه: د میلاد النبی او ورته نورو غونډو لکه د هجرت ، اسرا او معراج کلیزې نمانځل څه حکم لري؟

ځواب: بسم الله والحمدلله و الصلاة والسلام علی رسول الله، وبعد:
یو شمېر مسلمانان چې د اسلامي غونډو او یا هم د پېغمبر علیه السلام د اسرا، معراج او میلاد ته پاملرنه ، یاد او لمانځل بدعت ګڼي او د عذاب لامل ېې ګڼي، چې دا ډول پرېکنده حکم کول سم کار ندی، بلکې هغه څه چې د نقد او نه منلو وړ دي هغه په دې غونډو کې د منکراتو او خرافاتو کول دي چې په یو شمېر ملکونو کې پرته له شرعي دلیله کېږي،
ولې د پېغمبر علیه السلام د سیرت بیانولو او د هغه مبارک د شخصیت پېژندنې او د هغه د رسالت پېژندنې په اړه معلومات وړاندې کول دهغه د پيدایښت په ورځ څنګه بدعت او ګمراهي وګڼو؟!

کله چې موږ ددې ورځې په اړه غږېږو په حقیقت کې خلک د الله ج له ستر نعمت څخه خبرو او د نعمتونو یادول یو روا او ستایل شوی کار دی، او الله ج موږ ته په هغه باندې امر کړیدی: ژباړه: ای مومنانو! د الله ج هغه نعمت دریاد کړئ کله چې لښکرې ستاسې په لوري درغلې، موږ په هغوی سخت باد راوستلو او دهغوی لوري ته مو د فرښتو لښکر ولېږه چې تاسو نه لیده خو الله ج هغه څه لیدل چې تاسو کول، په یاد راوړئ هغه وخت کله چې ستاسې دښمنان ستاسو د( ښار) له پاسه او لاندې څخه راغلل(ښار ېې محاصره کړ) هغه مهال چې ستاسې سترګې خیره شوې وې او ستاسو زړونه ستوني ته رسیدلي وو او دالله ج د وعدې په اړه مو ډول ډول ګمانونه کول.

دا ایت د احزاب(خندق) د غزا په اړه خبره کوي کله چې د مکې قریشو او ملګرو ېې مدینه منوره محاصره کړه او د اسلام د ورکولو تصمیم ېې نیولی وو… خو الله ج مسلمانان ددې عذاب څخه وساتل او د قریشو پر وړاندې ېې د فرښتو لښکرې او طوفان ولېږه.

الله ج دا ورځې په قران کریم کې لمانځلې دي او یادونه یې کوي چې له خلکو هېرې نشي او مانا ېې همداده چې چې موږ تل دا ډول نعمتونه په یاد ولرو او هېر ېې نکړو.

د الله ج د نعمتونو یادول یو مطلوبي کار دی او په دې ورځو کې د الله ج دنعمتونو څخه یادونه کوو، او د پېغمبر علیه السلام د ژوند دپېښو څخه درس او عبرت اخلو ایا دا کوم بد کار، بدعت او ګمراهي ده؟! نه هیڅکله نه!

علامه قرضاوي په یوه بله فتوی کې څرګندوي:
په دې ورځو کې میلاد النبی صلی الله علیه وسلم تر سرلیک لاندې محفلونه او غونډې جوړېږي چې موږ ېې تاید کوو او د مسلمانانو لپاره ېې ګټور بولو، موږ پوهېږو چې صحابؤ رضوان الله علیهم اجمعین د میلاد او د هجرت او… نورې ورځې نه لمانځلې، ځکه هغوی هر څه په خپلو سترګو لیدل او هر څه ېې د پېغمبر علیه السلام سره یو ځای ژوندي ساتل پېغمبر علیه السلام دهغوی په ذهن او ضمیر کې د تل لپاره ژوندی وواو هیڅکله ېې له زړه نه ایسته.
لکه چې سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه فرمایي: (موږ د پیغمبر علیه السلام سیرت د خپلو اولادونو په ذهن د قران کریم د حفظ په څېر ژوندی ساتلو)

دې خلکو به تل خپلو اولادونو ته کیسې کولې چې په بدر، خندق،احد خیبر او….. کې
به څه پېښېدل، دې ته اړتیا نه وه چې په کال کې یوه ورځ د پېغمبر علیه السلام سیرت په د هغه د کلېزې په مناسبت بیان کړي.

له دې وروسته د دهېريدلو وخت را ورسیده خلکو دا ډول پېښې هېرې کړې، او افتخارات ېې له یاده ووتل ، نو اوس اړتیا لیدل کېده چې د پیغمبر علیه السلام د وخت یادونه او پېښې بیا ژوندۍ شي، دا سمه ده چې ځنې بدعتونه شته چې هغه زموږ لخوا هم دتاید وړ ندي، خو موږ میلاد النبی ددې لپاره لمانځو چې وګړي د پېغمبر علیه السلام د سیرت له حقایقو او محمدي پيغام سره اشنا کړو، زه چې د میلاد النبی لمانځغونډه کوم په حقیقت کې د یوه اسماني پیغام لمانځنه کومْ!
له همدې کبله خلکو ته ددې سترې خبرې په اړه غږېږمه چې دوی د پیغمبر علیه السلام دسیرت سره وتړم: ( ژباړه : دهغه چا لپاره چې د الله ج او داخرت امید لري او الله ج ډېر یادوي پیغمبر علیه السلام یوه ستره بېلګه ده)

تر څو د صحابؤ په څېر قرباني ته چمتو شي ، د علی رضی الله عنه په څېر چې د پېغمبر علیه السلام پر بستره څملاستلو سره ېې مرګ ته غاړه کېښوده، د اسماء په څېر چې د اسماني پیغام دمرستې په خاطر د ثور غره ته پورته شوه، دا خلک هم باید درسالت دپېټي په اوچتولو کې دسختیو زغملو ته اماده شي.

په اخیر کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په څېر چې د هجرت لپاره ېې پلان ګذاري کړې وه موږ هم پلان جوړ کړو، همدا ډول ددوی په څېر توکل وکړو هغه مهال چې ابوبکر رضی الله عنه وفرمایل: اې د الله ج رسوله که کوم مشرک لږ د پښو لوري ته وګوري خامخا ما او تا ویني، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای ابوبکره دهغو دوو په اړه څه ګمان کوې چې دریم یې الله دی؟! مه خپه کېږه الله ج له موږ سره دی.

نن ورځ موږ داسې مناسبتونو او لمانځغونډو ته ډېره اړتیا لرو، تر څو خلک د پېغمبر علیه السلام دسیرت سره اشنا کړو.

زما باور خو دادی چې ددې مناسبتونو ګټه داده چې د پېغمبرعلیه السلام دسیرت له لارې خلک له دین سره تړي، تر څو خلک هغه د ځان لپاره بېلګه وټاکي او هغه پسې اقتدا وکړي،
که په لمانځغونډو کې دا ډول موخې نه وي تاید ېې نه کوو او بې ګټې ېې بولو.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x