افغانستان

تخار کې لسګونه دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ درنه جګړه شوې، چې ویل کېږي لسګونه دولتي عسکر پکې وژل شوي او ګڼ شمېر مهمات او وسایط د طالابنو لاس ته ورغلي.

تخار کې شته امنیتي سرچینو یک تلویزون ته منلې، چې د بهارک ولسوالۍ اړوند «مسجد سفید» کلي کې د عسکرو او طالبانو تر منځ د تېرې شپې درنه جګړه کې ۴۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي او مړي يې د تخار ولایتي روغتون ته راوړل شوي.

په وژل شویو کې د تخار د امنیت آمر «سمونوال راز محمد دور اندیش» هم شامل دی.

Image
سمونوال دور اندېش د تخار د امنیت آمر

د تخار د عامې روغتیا مشر «قیوم حیرت» بي بي سي ته ویلي، چې تر دې د مه د امنیت د آمر په ګډون د څلور دېرش دولتي عسکرو جسدونه وروړل شوي « شهیدانو کې لس د ځانګړې قطعې او د ۹۹۹ قطعې هم لس سرتېري دي. د تخار پولیسو ۱۷ شهیدان دي چې ۱۲ روغتون ته راوړل شوي دي او دوی کې د تخار امنیت امر هم دی، چې موږ ته خواشینوونکې خبره ده.»

ددې تر څنګ د یوه دولتي عسکر له قوله لیکل شوي، چې جګړه د شپې له دریو بجو تر پنځو بجو وغځېده او له دې امله چې هوايي مرسته ونه رسېده؛ لس ټانګونه وسوځېدل او تر څلوېښتو عسکر ووژل شول.

ورته مهال تخار کې مېشت مدني فعال «حامد قرلق» بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د تېرې شپې په بریدونو کې نږدې نوي تنه عسکر وژل شوي چې تر دې دمه یې د څلوېښت تنو مړي ولایتي روغتون ته وړل شوي او ګڼ نور د جګړې پر ډګر پاتې دي.

د قرلق په خبره، په جګړه کې د ۹۹۹ ریزرف قطعې ټول تجهیزات او مهمات د طالبانو لاس ته لوېدلي.

په ټولنیزو رسنیو باندې خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې ګڼ شمېر کسان د ولایتي روغتون مخې ته راټول شوي او په جګړه کې د وژل شویو عسکرو په منځ د خپلو خپلوانو د موندلو هڅه کوي.

Image
د تخار د روغتون مخې ته د وژل شویو عسکرو د کورنۍ غړي او خپلوان

په یوه بله ويډ کې لسګونه په کفنونو کې تاو شوي جسدونه تر سترګو کېږي، چې ویل کېږی د هغو عسکرو دي چې تېره ورځ د بهارک ولسوالۍ په جګړه کې  وژل شوي.

کورنیو چارو وزارت که څه هم د امنیت د آمر مړینه تاییدوي؛ خو د جګړې په اړه نور جزئيات نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا به کوم # انسان وی چی د طالبانو پدی کار به وایی چی آفرین ښه کار مو کړی. پدی پاڼه کی یوه ورځ هم داسی څه تر سترګو نشو چی سړی پری خوشحاله شی. هر ورځ دومره په مین کی مړه شول، دومره په موټر بمب کی مړه شول، دومره په بمبارد کی…. کومه د سولی خبری چی دی هغه هم له هیڅ سره برابری دی او د خلکو هیله مندی ور څخه قطع شوې.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x