افغانستان

طالبان: باید چې زمونږ «آزاد» شوي بندیان بیا ځل جګړې ته مجبور نه کړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل): له بګرام او څرخي پله زندانونو څخه په تازه را خلاصو شوو طالب بندیانو له مسلسلو هوايي بریدونو او چاپو وروسته طالبانو خبرداری ورکړی، چې نه باید دغه بندیان بیرته جګړې ته مجبور کړل شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د بندیانو کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې، د «دوحې تړون» له مخې آزاد شوو پنځو زر طالب بندیانو ته د«عادي ژوند» غوره کولو ترڅنګ سپارښتنه شوې چې د کابل حکومت لخوا د بندیانو په وړاندې د چاپو او نورو «دښمنانه» کړنو په دوام باید د خپلو ځانونو امنیت ته متوجه اوسي.

په خبرپاڼه کې د کابل حکومت لخوا د «آزادو شوو» بندیانو پرضد «چاپې» د هغوی ځورول او «شهیدانول»، د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره د سفر پرمهال د هغوی بیا بندي کول، په ډرون او هوايي بریدونو کې په نښه کول او د بندیانو په کورونو د چاپې پرمهال د بندي نه موندلو په صورت کې د هغه د کورنۍ غړي بندیانولو په ګډون څلور ښکاره او ګڼ نور موارد ذکر شوي چې له امله یې باید طالب بندیان د ځان ساتنې په موخه «امنیتي تدابیر» اختیار کړي.

د خبرپاڼې په پای کې د طالبانو د بندیانو کمیسیون په نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو غږ کړی چې د بندیانو ستونزو ته رسیده ګي وکړي، ترڅو بندیان بیا ځل جګړې ته مجبور نه شي:

«موږ یوځل بیا په نړیوالو بشري نهادونو، حقوقي بنسټونو او د بندیانو په چارو کې دخیلو ارګانونو غږ کوو چې د را خلاصو شوو بندیانو ستونزو ته متوجه شي، ترڅو دغه بندیان اړ نه کړای شي چې د ځان د امنیت د ساتنې په موخه بیرته سنګرونوته لاړ شي. »

طالبان په داسې مهال خپلو آزادو شوو بندیانو ته د «امنیتي تدابیرو» خپلولو سپارښتنې ترڅنګ نړیواله ټولنه د دغو بندیانو پر وړاندې د شته ستونزو لرې کولو ته متوجه کوي، چې په  دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ ولایاتو کې په تازه را خلاصوو طالب بندیانو هوايي بریدونه او چاپې زیاتې شوي او په ترڅ کې د بندیانو ترڅنګ د هغوی د کورنیو غړو په ګډون ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې او یو شمېر یې دولتي عسکرو بندیان کړي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په قرآنکریم کی دحجرت حکم سوی دۍ بایدله ملکه ووزی پر دوی حجرت فرض دی کفاردخپل انتقام په خاطر دغه غاذیان نه پریږدی،بیاچه تاسی په معاهده کی هره فیصله کړی ده باید عملی یی کړۍ دکفاروپه قسم باید وعده خلافه نسۍ دادالله دکلام حکم دۍ

طوطی

څومره بی عقلی خبری طالبان کوی. نو دا جنګونه په ریښتیا بهرنیان کوی. دا پرون په تخار دا جنګونه چا کړی خو همدا آزاد شوی طالبان دی. آیا طابانو کله هم دا فکر کړی چی آینده د دی وطن په میلونونو یتیمان او کونډی، آینده نسل به ټول ذلیله، نا توانه، بی ارادی او مریضان وی. د طالبانو میندی خویندی کونډی، د حکومت هم همداسی.#####د افغان نسل مو تباهی ته نږدی کړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x