نظــر

د نړیوال سیاست د مطالعي مشکلات

سیدشاه امیني

ډیری وختونه د نړیوال سیاست تحقیق کوونکي په خپل تحقیق کې له لویو خطاوو سره مخ کیږي، ځکه دوی د نړیوال سیاست د مطالعي له مشکلاتو څخه ناخبره وي، او سیاست داسي یوه لوبه ده چې ډیری وختونه د هغه اشتباهات نشي جبران کیدلای ځکه د اجتماعي علومو خصوصاً د سیاست سر و او کار له انسان سره دی چې په کوچنی اشتباه سره د میلیونونو انسانانو د ژوند د تباهی لامل کیږي.

نو ځکه د نړیوال سیاست تحقیق کوونکي او زده کړه یالان باید لاندې اهم موارد په نظر کې و نیسي.

۱- د نړیوالې ټولنې نا همغږي : په نړیوال سطحه تقریباً ۲۵۲ هیوادونه موجود دي، چې یو له بل سره د بیلا بیلو وجوهاتو له نظره تفاوت لري لکه:
جغرافیوي موقیعت، آب او هوا، نفوس، د دولت د شکل …..) چې دا هر یو په نړیوال سیاست کې د یوه هیواد په رول باندې مستقیمه اغیزه لري.

۲- د متغیراتو زیاتوالی : په نړیوال سطحه ډیري عوامل شته چې په نړیوال سیاست او په هغه کې د هیوادونو په نقش باندي زیات اغیز لري لکه: اقتصادي ناورین، نړیوال جرمونه، نړیوال ناورین، د چاپیریال ککړتیا …..) او د نړیوال سیاست په تحلیل کې باید په نظر کې و نیول شي.

۳- د ناحکومتي لوبغاړو شتون : ډیری وختونه هر هغه څوک چې په نړیوال سیاست او نړیوالو اړیکو کې زده کړي کوي ، نو د نړیوال سیاست او د نړیوالو اړیکو پر تفاوتونو باندې نه پوهیږي چې موږ یی دوه فرقونو ته په لاندې ډول اشاره کوو.

۱- نړیوال سیاست د نړیوالو اړیکو یوه برخه ده.

۲- د نړیوال سیاست لوبغاړي یوازي دولتونه دي او د نړیوالو اړیکو لوبغاړي دولتي او غیر دولتي ارګانونه دي.

خو په نړیوال سیاست کې غیر دولتي ارګانونه شته چې په نړیوال سیاست باندي مستقیم تاثیر لري خو موږ ورته د نړیوال سیاست لوبغاړي نشو ویلای لکه ( غیر دولتي سازمانونه، ازادي بښوونکي غورځنګونه، صنعتي اتحادیی…..)

۴- په نړیوالو شرایطو او غووښتنو کې تغیر: سیاست د ګټې لوبه ده او په نړیواله سطحه هیڅ هیواد د خدای د رضا لپاره د بل هیواد لپاره اقدامات نه کړي، تر هغه پوري چې د یوه هیواد ګټه وي لوبیږي کله چې خپله ګټه لاس ته راوړي نو لاس تر زنه د نورو د تماشي لپاره کیني.
نو ځکه په نړیواله سطحه شرایط همیشه یو ډول نه وي بلکي تل د تغیر په حالت کې او دولتونه د شرایطو په نظر کې نیولو سره خپل سیاستونه تدوین کوي.

۵- په نړیواله سطحه د کیفي لاملونو شتون : په نړیوال سیاست ډیري لاملونه کمیت نه مني یعني د ار قامو په واسطه باندي نه ښودل کیږي تر څو تحقیق کوونکي او زده کړیال لپاره په هغه باندي پوهیدل آسانه وي لکه ( ستراتیژي، پالیسي، ایدیالوژي….)

۶- پټو یا محرمو معلوماتو ته د څیړونکې نه لاسرسي : کله چې یو څيړونکي تحقیق کوي نو ډیری وختونه د معلوماتو له کمښت سره مخامخ کیږي کله چې د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره کوښښ وکړي هغه د یوه دولت محرم معلومات وي او څیړونکي ته هغه نه ورکول کیږي نو مجبور دی چې څیړونکي تر ډیرو کلونو پوري ورته منتظر شي ، کله چې کلونه وروسته هغه د څیړونکي تر لاس پوري رسیږي نو هغه موضوع خپل اهمیت له لاسه ورکړی وي او یا هم په مکمل ډول لمنځه تللي وي. لکه په منځني ختیځ کې د وروستیو تحولاتو رامنځته کیدل.

له حوصلي مو نړۍ مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x