دیني، سیرت او تاریخ

د سمرقند او بخارا په وینو لړلی ژوند«دريمه برخه»

ژباړه: لمر شرفزوی

په ازبکستان کې مسجدونه چا او کله په غوجلونو بدل کړل؟

په ۱۹۱۷ز کال کې په روس کې انقلاب تر سره شو او روسي جمهوریت غوښتونکو نیشنلیستانو د الیکساندر کرنسلي په مشرۍ د تزار د شاهي واکمنۍ له نسکورولو وروسته خپل ایتلافي حکومت جوړ کړ.

ازبکستان هم خپله خپلواکي اعلان کړه او “خوقند” یې د خپلې پلازمینې په توګه وټاکه. د کرنسکي واکمنۍ سره له دې چې لږ پوځ یې هم نه درلود او یوازې د ملیشې یوه ډله ورسره و، خو سره له دې هم د ازادو حکومتونو ازادي غوښتونکو د خپلې خپلواکۍ د تینګښت او اثبات لپاره شپه او ورځ پر ځان یو کړي وو او علماء کرامو هم ورسره په بشپړ ډول مرسته کوله. مجلسِ مقننه( ولسي جرګه ـ مشرانو جرګه) رامنځ ته شول او د قانون جوړونې کار په بیړه پیل شو.

په همدې شپو کې د لینن په مشرۍ کمونستانو د کرنسلي حکومت نسکور او د روسيې هېواد یې تر خپل واک لاندې راووست. د ۱۹۱۷ز کال د فبرورۍ په میاشت کې روسانو ترکستان ونیو او د هغوی محدوده او څو ورځنۍ خپلواکي یې له منځه یوړه. د ۱۹۱۸ز کال د دسمبر په میاشت کې یې بخارا او د خېوې جمهوریت ونیول. کمونستانو د ترکستان له نېولو سره ځمکې، بڼونه، دوکانونه او فابریکې غصب کړې او مالونه یې ترې لوټ کړل؛ بزګر، سوداګر، علما‌ء او د مذهبونو روښانوونکي؛ که سپین کالي وو او که تور کالي او یا بې سواده، مزدور او بزګر ټول یې یوځای له ښاري حقوقو(تابعیت) بې برخې کړل. لمونځ او روژه جرم ګنل کېدل، د حج فریضه منع شوه، مسجدونه وتړل شول او د مسجدونو د تړلو لپاره بېلابېلې حربې وکارول شوې.

له هر څه لومړی یې د مسجدونو او مدرسو د اوقافو دفترونه وتړل؛ ځکه خو مدرسې او مسجدونه له اسبابو او مرستو بې برخې شول او پر مسجدونو ستر محصولات وټاکل شول. کله چې به ولسي وګړو روپۍ راټولې کړې او محصول به یې ورکړ، نو “د معدن محصول” په نوم به پر مسلمانانو بل محصول ټاکل کېده او په ښکاره به ویل کېدل، چې “څوک چې د مسجدونو محصول ورکوي هغوی معدنونه او خزانې پټې کړي دي، نو مونږ له هغوی دا خزانې راوباسو”.

ددې خبرې له اورېدلو وروسته چې به د مسجد محصول پر خپله نېټه نه ورکول کېده، نو یوه اونۍ وروسته به پر مسجد جریمه ایښودل کېده، چې د وخت په تېرېدو به دا محصول ډېرېدو. له بل لوري پر لمونځ کوونکو هم “د لمونځ محصول” کېښودل شو. پایله یې دا شوه، چې مسلمانانو به د مسجد پر ځای په خپلو کورونو کې لمونځ کاوه.

په دې ډول مسجدونه ړنګ او ابادۍ یې کمې شوې. مسجد چې به یې لید، چې د ړنګېدو په حال کې دی، نو کمونستانو به په یوه ناسته کې یوه ورځ یوه پرېکړه صادره او تصویب کړه، چې ” دا مسجد ړنګ شوی او څوک په کې لمونځ نه کوې، نو ځکه یې باید حکومت خیریه او ټولګټو چارو ته استخدام کړي” ځکه خو به په دویمه ورځ دا پرېکړه په دولتي کچه په ورځپاڼو کې خپرېده او کمونستانو به هغه مسجد شهید کړ یا به یې د څارویو پر غوجل، کلب یا سینما بدل کړ.

د کمونست ګوند دفترونه او تشکېلونه په هره سیمه او کلي کې جوړ شوي وو. دې دفترونو به د اسلام د سپېڅلي دین د له منځه وړلو او له ستوني تېرولو لپاره پټ پلانونه جوړول. اکتسابي لیسنسونه یې لازمي کړي وو او هیچا ته یې بې له لیسنسه د کښت، سوداګرۍ، صنعت او حرفت اجازه نه ورکوله؛ تردې چې کسب او ګټه وټه یې منع کړي وو؛ د لیسانس ورکړه یې په دین پورې تړلو، ولسي او هېوادني دودپالونکو لپاره تقریباً ناشوني کړې وه؛ تردې چې د لیسانس د ترلاسه کولو لپاره به ستړی شو او اړ به شو، چې له دین او ایمانه د لاس اخیستو اعلان به یې وکړ.

مفسدین، فرصت طلب او وژونکي وګړي په بشپړ ډول ازاد شول. بر سمو لمونځ کوونکو او روژه نیوونکو به یې بریدونه کول، خو هیڅ وژونکی به نه نیول کیدو او په دې ډول به په زرګونو مسلمانان شهیدانېدل. په ځانګړې توګه له ۱۹۲۷ز کال څخه وروسته له اسلام سره دښمني، وژنه او لوټمار اوج ته رسېدلي وو. په اسلام به یې تور پورې کاوه، د قرآن، حدیثو، دین او دیني لارښوونکو د تمسخر او ټوکو کارتونونه به یې جوړ کړي وو او په کوڅو او مسجدونو کې به یې راځړول. د بشریت د ستر لارښود محمد(ص) او د هغه سپېڅلي ذات ته په نسبت به یې چټیات او سپک ویل، په نندارتونونو او سینماګانو کې به یې سپکوونکي نندارې لېدلو ته ایښودې او دې کارتونونو ته نه لېدل جرم ګڼل کېدو. په پای کې یې له اسلام سره دښمني، استبداد او تېری تردې ځایه ورسېد، چې هغوی د اسلام د ستر پیغمبر(ص) انځور جوړ کړ او په څلور لارو کې یې ځوړند کړ؛ څوک به چې له دې ځایه تېرېدو؛ په ډېره سپین سترګۍ او ځناورتوب به یې راونیو او د جوړ کړي انځور لوري ته به یې متوجه کاوه؛ ځکه خو له دې ناروا وضعیت څخه ریښتيني مسلمان ته، چې د ژوندون هیله به یې درلوده بې له هجرته بله لاره نه وه پاتې.

نور بیا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x