نظــر

پاکستان ته تلونکي مه رټئ؛ له مجبورۍ يې خلاص کړئ!

جانان خدرخېل

همدا نن یې هم له دې ځایه یوه ناوې پاکستان ته یووړه، وه سړیه په لکونو مهاجر هلته اوسي، له دې غم ښادۍ او روغ رنځوره مو خلاصی نشته، یوازې ناروغان هم ندي، دلته د کار درک نشته، په ورځ کې دوه سوه افغانۍ په څه عذاب پیدا کېږي پاکستان کې خلک قوت لایموت پیدا کولی شي، چې ووځې تش لاس نۀ راځې.

دلته داسې هم شته چې کرۍ ورځ کار پیدا نکړي بیا یا سوال کوي او یا مازدیګر په قرض ترکاري وړي چې څوک یې ورکوي هم نه، زما د وطنوالو اتۀ شلې مجبوریتونه دي په پېغور ورکولو یې د چارواکو بې کفایتي او غدر مۀ پټوئ.

موږ په شلو کالو کې دومره قدرې هم ونشو کړای چې هېواد او خلک پاکستان ته له محتاجۍ وژغورو، حال دا چې یوه نړۍ ځوانان مو د همدې دښمنۍ په نوم سره ووژل.

کاش موږ یوې ستنې ته هم ورته محتاج نه وای بیابه ما د هغو پر مخ لاړې تف کولې چې د پاکستان نوم یې په خولۀ اخیست، مهاجر خواران هلته مناسبه زندګۍ لري، زما وستا د کلي خان دومره ارام ندی لکه هلته یو خوارکی او خړکی ماجر.

زۀ او تۀ دلته هر سهار او هر ماښام په یوه غم پیلوو او هلته نسبتاً دا شی نشته، موږ دلته سلو کې یو داسې مړی وینو چې په ګولۍ نۀ وي لګېدلی او هغوی له دې عذابه خلاص دي، ولې یې د وینو په ډنډ کې له ځان سره غورځوې؟

پرېږده چې یوه شپه یې هلته په ژوند او عزت تېرېږي دا بچت دی، موږ خو رواني تکلیف پیدا کړی، والله کله کله په خندا کې وژاړم او کله برعکس، پاکستان کې چې وم ځورېدم خو ډېر څۀ مې له سترګو پناه و، دلته په ډک بازار کې سړی ولګېږي بیا په شپو شپو خوب نۀ درځي.

تۀ به ښار کې امن او غوړ ژوند لرې خو هر ماجر دلته ښار کې نشي اوسېدای، کلیو کې د کور جوړول یو عذاب دی، نا امني بل، غریبي بل او قېمتي بل، ډاکټر ته چې ناروغ ورشي برېتو کې وخاندي چې ځه یوه بله چکه هم ولګېده، ډېرې پیسې بلا پسې خو چې دوا خو یې ښه وای.

ډاکتران د پاکستان هم ظالمان دي خو دوا یې سمه ده، موږ وال خو د لیپټاپ لپاره دویمه څۀ چې درېیم نمبر دوا (زهر) درباندې خوري، مخسد سل لاملونه نور هم شته چې خلک پاکستان ته تګ ته مجبوره دي نو مۀ یې ګرموئ! ګرم چارواکي دي چې دې ستونزې ته د حل لاره نشي پیدا کولی او یا یې نۀ پیدا کوي، چیلنج دی! ماته شل عسکر راکړئ معاش نه غواړم او ډوډۍ هم نه درنه غواړم، وګورئ چې یوه اوونۍ کې د ټوکن موکن او نور ټرت ولغت کار درته خلاصوم او که نه، ځکه فساد به پکې نۀ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

 ته P T M و داسلام اوقومیت فرق ضیاءالحق شهیدپنجابۍ ووچه روسانوپه افغانستان کی مداخله وکړه اوفوج یی افغانستان ته راواستاوۍ ضیاءالحق شهید افغانانوته ټولی دروازی خلاصی کی په میلیونومهاجرپاکستان ته راغلل اودټولی دنیاکومکونه مهاجروته راغلل دروس دوخت صدر بریژینیف چه لس چنده ترناټوقوی وو وضیاءالحق شهید ته دمکۍ ورکه چه پرافغان مهاجروبارډرونه وتړه کنه دمځکی دسره به دی واخلم ضیاءالحق شهیدورته وویل دمځکی دسرمالک الله دۍ ته څه سپۍ یی،اوس چه دناټومداخله ده په افغانستان کی عمران پښتون ځان ته وایی دانګریزانواوامریکا دخوشحالۍ دپاره یی پرافغان مهاجرودروازی وتړلی چه تیره ورځ ۱۲زنانی دمجبورۍ په خاطر دپاکستان دویزی داخستوپه خاطرپه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x