نړۍ

عمران خان ننګرهار کې د ويزو اخيستو پر مهال  د ۱۲ کسانو په مړينه خواشيني ښودلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخته د ویزو اخيستو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله د ۱۲ کسانو په مړينه خواشيني ښودلې او د ټپيانو د روغتيا لپاره يې دعا کړې ده.

د عمران خان سربېره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د پاکستان سفارت هم په دې پېښه خواشينې ښودلې او د ويزو د ويش په اړه يې د سم مديريت غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخيل او ګڼو نورو چارواکو هم په دې پېښه خواشيني ښودلې ده.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، والي امرخېل په ننګرهار کې د پاکستان قونسل عابد الله خپل دفتر ته ورغوښتی و او د ویزو د ويش د سم مديريت په لارو چارو ويې ورسره بحث کړی دی.

د رپوټونو له مخې د پاکستان قونسلګري هره ورځ زرو کسانو ته ويزې ورکوي، خو د ویزو غوښتونکي کسان زرګونه وي؛ ځکه د ننګرهار سربېره د لغمان، نورستان، کونړ او يو شمېر نورو ولايتونو خلک هم جلال اباد ته د ویزو اخيستو لپاره ورځي، چې مديريت کول يې ستونزمن دي.

د دې سربېره ځينې راپورونه وايي، ولايتي چارواکي، مافيايي کړۍ، کمېشنکاران او د قونسلګرۍ ځينې مسؤولين د ویزو په ورکړه کې خپلې مالي ګټي لري او کوم خلک، چې په دې فساد کې ښکېل دي، هره ورځ زرګونو ډالر له دې لارې ترلاسه کوي.

د پېښې رامنځته کېدول لامل

په افغانستان او پاکستان کې د کرونا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او ويزې بندې وې، خو چې څو ورځې مخکې سفارت او قونسلګرۍ پرانيستل شوې، د ننګرهار ولايت چارواکو پرېکړه وکړه، چې د ځايي مدني ټولنو په همکارۍ به شېرزي لوبغالي کې خلکو ته د ويزو ټوکن ورکوي او ورپسې به په ټاکلي وخت ويزو ته راځي.

د چارواکو په وينا تېره ورځ د ټوکن اخيستو لپاره د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه زره خلک ورغلي وو، چې د سختې ګڼې ګوڼې له امله په کې ۱۲ کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي وو.

د دې سربېره د ټولنيزو شبکو فعالانو هم په دې اړه ژوره خواشينې ښودلې او حکومت يې په بې کفايتۍ او فساد تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

حرامی مجبورستان!
ولی ویزه!!!
ولی سرحد خلاص نه پریژدی؟؟؟
همدا دی ورورولی؟؟؟
الله تعالی ارحم الرحمین دی. توکلنا علیه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x