افغانستان

تخار کې د دولتي عسکرو هوايي برید ۱۲ ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې د دولتي عسکرو د هوايي برید پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ماشومان وژل شوي دي.

دا برید د تخار ولایت مرکز تالقاتو ښار «هزاره قرلق» سیمه کې پر یو جومات په داسې مهال ترسره شوی، چې د سیمې ماشومان هلته په زده کړو بوخت وو.

د تخار د والي ویاند جواد هجري ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې دا یوه «تیروتنه» وه. نوموړي په دغه هوايي برید کې د ۱۲ تنو وژل او ۱۸ نور ټپي کېدل منلي دي.

د سیمې خلک وايي، د برید پایله کې جومات هم «شهید» شوی، چې له امله یې اوس هم یو شمېر ماشومان زده کوونکي تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې دي.

دولتي عسکر په داسې مهال د تخار مرکز تالقانو ښار کې پر جومات خونړی هوايي برید کوي او لسګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي، چې تیره ورځ د دې ولایت بهارک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې د کمانډو ځواکونو د قوماندې پر یوه مرکز د طالبانو برید کې ۸۷ دولتي عسکر  مړه او ۱۳ تنه نور په مړ ژواندي حالت کې په تېښته بریالي شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بهترین جهاد دی طالبانو یی پلارونه ووژل او حکومت یی ماشومان وژنی. الله مو دواړه تباه کړه. دواړه د کافرو غلامان یی هم حکومت او طالبان.

مجاهد

رښتیا هم طوطی دی اشغلګرو څه ښه خبری طوطی صاحب ته ورزده کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x