نړۍ

نيويارک ټايمز: ډونلډ ټرمپ په چين کې هم بانکي حساب لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د ۲۰۲۰ کال ټاکنو په راسېدو نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په چين کې بانکي حساب لري او له تېرو څو کلونو راهيسې نوموړی په چين کې د سوداګريزو پلانونو د عملي کولو په لټه کې دی.

د نيويارک ټايمز د رپوټ له مخې د نوموړي دا اکاونټ د «ټرمپ انټرنېشنل هوټلز منيجمنټ» په مرسته چلول کيږي.

ورځپاڼې د ټرمپ د يوه وياند په حواله ويلي، چې د نوموړي دا اکاونټ په اسيا کې د هوټلونو د معاملاتو لپاره کارول کيږي.

دا په داسې حال کې، چې ټرمپ په چين کې پر کاروبار کوونکو امريکايي شرکتونو نيوکې کوي او د همدې پاليسۍ له مخې له تېرو څو کلونو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ روان وضعيت په اقتصادي جګړې بدل شوی دی.

د رپوټونو له مخې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۷ کال پورې ټرمپ په چين کې د خپل بانکي اکاونټ له لارې د چين حکومت ته ماليه هم ورکړې ده.

راتلونکې نومبر مياشت کې د امريکا ولسمشريزې ټاکنې دي او ټرمپ پر خپل ټاکنيز سيال جوبايډن تورونه لګوي، چې نوموړی د چين په اړه نرم دريځ لري او په وينا يې له چين سره کاروبار کوي، خو تر اوسه يې په دې اړه کوم سند او ثبوت نه دی وړاندې کړی، خو د وروستيو رپوټونو له مخې ټرمپ په خپله په چين کې کاروبار کوي.

د ټرمپ سوداګريز شرکت اړوند يوه وياند دا راپورونه رد کړي او زياته کړې يې ده، چې په چينايي بانک کې د ټرمپ اکاونټ يوازې د دې لپاره دی، چې هلته د پنځه ستوریز هوټل ماليه ادا کړي او له ۲۰۱۵ کال راهيسې دا بانکي حساب نه دی فعال.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ له هېواده بهر په سکاټ لنډ، ايرلنډ، چين او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو کې د پنځه ستوریزو هوټلو سربېره نور کاروبارونه هم لري.

پر چين انحصار ختمول:

د روان کال په اګسټ کې ډونلډ ټرمپ ويلي و، کوم سوداګریز شرکتونه، چې په چين کې خپلې کارخونې لري، هغوی دې خپل کارخونې نورو هېوادونو ته ولېږدوي او وړاندیز يې کړی و، که امريکايي شرکتونه له چين سره خپل کاروبار ختم کړي، دوی به ورته په ماليو کې اسانتيا راولي او که داسې ونه کړي، حکومت به ورسره خپل تړونونه مات کړي.

خو د نيويارک ټايمز د راپور له مخې ټرمپ د خپلې ادعا پر خلاف په چين ستر کاروبار لري او دا کاروبار يې نور هم هغه مهال زيات شو، چې نوموړي په ۲۰۱۲ کال کې د چين په شنګهايي ښار کې خپل دفتر پرانيست.

پر ټرمپ دا تورونه په داسې حال کې لګېدلي، چې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته يوازې دوه اونۍ وخت پاتې دی او د وروستيو سروې ګانو له مخې د هغه ټاکنيز سيال جوبايډ له ټرمپ څخه مخکې دی او په چين کې د ټرمپ کاروبار په اړه د نيويارک ټايمز راپور نوموړي ته په ټاکنو کې زيان رسولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x