افغانستان

هرات کې د وارداتي برېښنا یوه پایه الوزول شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ایران هېواد د وارداتي برېښنا یوه پایه الوزول شوې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د هرات د برېښنا ریاست له لوري خپره شوې، راغلي چې د برېښنا دغه نړول شوې پایه د غوریان ولسوالۍ په «کلاته غازي» سیمه کې موقعیت لري او دا مهال د هرات ښار ۵۰ سلنه برېښنا هم پرې شوې ده.

که څه هم د برېښنا ریاست لخوا ددغې نړول شوې پایې پړه په طالبانو اچول شوې؛ خو طالبانو تردې وړاندې د برېښنا د سب ستیشنونو او پایو په ګډون د بنسټیزو پروژو د خوندیتوب ډاډ روکړی وو.

تیره اونۍ هم د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي امین الله وفاء په میوند ولسوالۍ کې د برېښنا له سب ستیشن څخه د لیدنې پرمهال ددغه ستیشن انجینرانو او مسلکي ټیم سره ژمنه وکړه چې ددوی د امنیت لپاره به ځانګړې قطعه توظیف او د ستیشن د اړتیا وړ توکي به له خپل شخصي لګښت څخه ورته پوره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x