دیني، سیرت او تاریخ

تاریخ څه ته وایي او مونږ ته څه را زده کوي؟«لومړۍ برخه»

حماد افغان شیرزاد

تاریخ د عربۍ ژبې د اَرَخ یُؤرخ تاریخًا څخه اخیستل شوې کلمه ده د وخت او زمانې په  معنا راځي.

دا کلمة په نورو ژبو کې لکه: په انګلیسي کې د هسټري (History) په کلمې سره مستعمله شوې هلته دا د یوې پیښې د تحقیق او څیړنې په معنا کارول کیږي ، همدا راز د بصیرت او ادراک حاصلولو په معناګانو کې هم کارول شوې.

مشهور مؤرخ علامة ابن خلدون تاریخ د یو ځنځیر د کړیو سره پرتله کړی چې باید د دغه ځنځیر کړۍ یو بل پورې تړلې وي ،مطلب “ماضي له حال او حال بیا له مستقبل سره” تړلی او نغښتی وي.

نو د ابن خلدون د خبرې له کبله ویلای شو: چې تاریخ د یو ځنځیر په شکل ټولې زمانې له یو بل سره تړي.

د تاریخ د تعریف په اړه علماء کرام ، تاریخ پوهان او مؤرخین ډېر غږیدلي او لیکل یې پرې کړي دي ، خو زه یې د خپل نظر موافق یو لنډ او اجمالي تعریف او پیژندنه کوم چې ټولو تاریخونو ته شامل شي.

تاریخ هغه ده چې په هغې کې د  پخوانیو قومونو د رسم ، رواج،  کلتور ، عنعناتو او پکې د تیرو شویو پیښو او واقعاتو تفصیلي او اجمالي بحث شوی وي.

او یا که زما د ناقص فکر پر اساس داسې وویل شي نو هم بده به نه وي:  “چې تاریخ د تیرو شویو مهمو احوالو، پیښو،  واقعاتو او اشخاصو پیژندنې ته ویل کیږي.”

د تاریخ اطلاق په اشخاصو هم کیږی لکه: مونږ وایو فلان ډیر تاریخي سړی تیر شوی او همدارنګه په افعالو هم کیږي لکه: موږ وایو چې دا ډیر تاریخي کار شوی. بلکې داسې ویلای شو چې تاریخ جوړ له اشخاصو او افعالو وي.

همدا تاریخ ده چې مونږ ته د پخوانیو قومونو ډیرې ناخوالې ، غمیزې ، خوشحالۍ او نورې مهمې پیښې انعکاسوي او پخپلو زرینو پاڼو کې یې د وروستیو پرګنو او قومونو لپاره مهم درس او عبرت ګرځوي.

تاریخ د ژوند د ښه تیرولو لپاره تر ټولو مهم درس دی،  تاریخ یوه  آئینه او شیشه ده چې مونږ ته هر څه راښایي.

که چیرته یو څوک غواړي چې کامیاب ژوند ولري، د ژوند په هر ډګر کې د سختیو او مشکلاتو پر وړاندې مقاومت زده کړي، د کفر او د نورو باطلو دینونو د خلکو له دسیسو، تخریب کاریو او پلانونو ځان خبر کړي نو هرومرو دې تاریخ مطالعه کړي او درس دې ورځنې واخلي.

تاریخ د ملتونو ، قومونو، هیوادونو او اشخاصو مهمې پیښې، کړنې، کلتور، تهذیب ، اخلاق،  تمدن، عنعنات، ارزښتونه او نور ډیر څه په خپلو پاڼو کې رانغاړي او وروستیو خلکو ته یې رسوي.

ډیرو قومونو او ملتونو کوښښ کړی چې خپل تاریخ وساتي چې د ځینو یې اوس هم تاریخ په خپل اصلي بڼه او د ځینو یې بیا په تحریف شوي بڼه شتون لري، خو مسلمان ملت چې د نړۍ تر ټولو غوره او اشرف ملت دی؛ خپل تاریخ یې بیا ډیرو متدینو اشخاصو ښه پاک او په ترتیب سره ساتلې او محفوظ کړی یې دی ،  په هره سلیزه او صدۍ کې پرې د امت علماءکرامو او تاریخ پوهانو پنډ پنډ کتابونه لیکلي او د اسلامي تاریخ او اشخاصو هره کړنه او پیښه یې ثبت کړې.

اسلامي تاریخ بیا ډیر اړخونه لري ، پیل یې د اسلام د ستر پیغمبر محمد عربي صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه شوی او دا تاریخ بیا هغه وخت ډیر زرین شو چې سپینو لښکرو د بدر په میدان کې په تش لاس او په ډیر کم تعداد سره د کفر په وسلو سمبال او درې چنده ځواک ته یوه تاریخي او نه هیرېدونکې ماتې ورکړه.

د اسلام د ستر پیغمبر سیرت او تاریخ کتل مو بیا د هر څه څخه مستغني کوي، د نبي علیه السلام ژوند مبارک او هغه پخپله مونږ لپاره یوه اسوة حسنة ده، هلته چې د ژوند د تیرولو کوم اصول او کومه زده کړه بیان شوې بل چیرته نه بیان شوې او نه هم له بل چا زده کیدلی شي.

که یو څوک حاکم او امیر وي نو په لومړۍ درجه کې ورته د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  سیرت او ټول ژوند مطالعه کول مهم او ضروري دي ځکه هلته د قوم ، ولس او رعیت سره د هر قسم چلند روښانه مثالونه شته او مسلمان چې بیا د خپل پیغمبر کړنې وګوري نو خامخا به څه ناڅه زده کړه ترې وکړي.

نور بیا ان شاءالله….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx