افغانستان

کمانډو ځواکونو د تخار ولایت امنیه قومندان سخت ډبولی او ښکنځلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): کماندو ځواکونو د تخار ولایت امنیه قومندان او د امرالله صالح نیږدې ملګری اکرام الدین سریع سخت ډبولی او ښکنځلی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، قهرجنو کمانډو عسکرو پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې ددې ولایت امنیه قومندان اکرام الدین سریع وروسته له هغه سخت ډبولی او «ناموسي» ښکنځلی کله چې نوموړی د وژل شوو کمانډو عسکرو د قضیې څېړلو په پلمه یو شمېر کمانډویانو څخه په آمرانه لهجه پوښتنې وکړې.

د سرچینو په خبره په دغه مهال یو شمېر کمانډو عسکر چې د وړمې شپې له جګړې څخه په تېښته ځانونه ژغورلي وو، د امنیه قومندان په خبرو سخت په قهر شوي او په هغه یې د کونداغونو ګوزارونه کړي دي.

یو شمېر کمانډو عسکرو قومندان سریع له دې امله ملامت کړی چې د طالبانو د برید پرمهال یې هغوی ته مرستندویه ځواک نه ؤ استولی؛ خو امنیه قومندان بیا استدلال کوي، که کومکي عسکر یې لیږلي وو، نو ښايي د تلفاتو شمېره تردې هم زیاته وه، ځکه د هغه په خبره طالبانو د پېښې ځای ته ورغلې ټولې لارې تړلې وې.

دوه اونۍ وړاندې د کابل حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې هارون مبارز د تخار د امنیه قومندان په توګه وګوماره؛ خو د نوموړي مرستیال او د کابل اوسني امنیه قومندان امرالله صالح د هغه د ګومارلو مخالفت وکړ او پرځای یې د بغلان پخوانی امنیه قومندان او خپل نیږدې ملګری اکرام الدین سریع د تخار امنیه قومندان په توګه وټاکه.

 باید وویل شي چې دوه شپې وړاندې د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کې د ځانګړو ځواکونو د قوماندې او ادارې په مرکز د طالبانو ناڅاپي برید کې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر رازمحمد اندیش په ګډون ۸۷ تنه کمانډو عسکر او پولیس ووژل شول، چې له امله یې ددې ولایت د امنیتي ارګانونو ترمنځ سخته بې باوري او وارخطايي رامنځ ته شوې ده.

په ورته مهال پرون د چهارشنبې په ورځ ماسپښین ددې ولایت په هزارقشلاق سیمه کې دولتی الوتکو یو جومات باندې بمباري وکړه، چې د جومات د ملا امام په ګډون ۳۰ زده کوونکو ماشومانو ته مرګ ژوبله واووښتله.

که څه هم دفاع وزارت او د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه هوايي برید کې وژل شوي کسان ټول د طالبانو قومندانان یاد کړي؛ خو د سیمې خلک او روغتیايي مسئولین بیا د پېښې وژل شوي او ټپي شوي خلک ټول ملکیان او زده کوونکي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په لحاظ د خدای هر ورځ بغیره له وژلو نور څه ستاسو په پاڼه کی نشته، یو د ترقی، د انسانیت، د سولی، د اسلامیت او ورور ګلوی خبر هم کله خپروی کنه؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x