نظــر

د شرعي دورو ارزښت او فاتح ځواک!

احمد تمیم

اسلامي تعلیمات او فلسفه دا څرګندوي چي د یوه مسلمان د بشپړ قوي او ریښتوني ایمان جوړوني تضمین د معنوياتو په وړتیا پوري ارتباط لري. معنويات په نظامي او فوځي ډګر کي خورا ستر رول لوبوي د یوه اسلامي عسکر مړوندونه او مټې د باطني محرکاتو/معنویاتو په توسط پیاوړي کیږي وینه یې تودیږي او اجرائیه قواو ته یې انرژي بښي. همدا معنویات دي چي د جګړې تقدیس تثبیتوي او د الله ﷻ د فتحي او نصرت لښکري/ملائکه له ځان سره حلیف ګرځوي.

نظامي ارتقاء که یواځي په فوځي تجهیزاتو او مادي اسبابو تر سره کېدلای نو د وخت د امپراطورانو او د شیطاني لښکرو پاچاهیاني به ابدي وای “ولو که په دار الاسباب/نړۍ کي له مادیاتو هم انکار نشي کیدلای خو د رحمٰن او شیطان د لښکرو تر مینځ اصولي تفکيک په معنوياتو بنا لري.

د مسلمان مجاهد لپاره اړینه ده چي په معنوي اعداد بشپړ سمبال وي او د جهادي څانګي اصول یې د عبادت، اطاعت، او راز ساتني په بنسټ ولاړ وي. همداراز باید مجاهد د صبر، استقامت، توکل، زغم، په تقدیري قضایاو بشپړ اعتقاد او اعتماد غوندي اعلیٰ اوصافو باندي پوښلی وي.

دا ټول هغه بنسټیز مواد دي چي د خالد بن ولید رضی الله عنه شپېتو سپاهیانو ته یې د شپېتو زرو د مقابلې توان ور وبښه، د همدې معنوي قواو برکت وو چي په مادي، علمي او سیاسي لحاظ لویدلي او مستضعف عرب یې نه یواځي د نړیوالو سیالان کړل بلکې د نیمي پیړۍ په شاوخوا کي یې د کسریٰ او قیصر فاتحین کړل.د دې اوصافو حاملین هغه درې سوه دیارلس بدري صحابه وو چي د غرور په نیلۍ سپرې د ابو جهل سرکښي لښکري چي په فردي او مادي لحاظ تر دوی څو چنده پورته و تیت وپرک کړل او د بدر کندو ته یې ټيل وهل.

د حق او باطل له دې ځانګړو معرکو تاریخ خوند اخلي او په خپله غیږه کي یې د ستورو غوندي پړکېدلي ساتلي تر څو اوسني مسلمانانو ته د خپل وياړلي سابقې او زريني دورې د عروج لاملونه ورته په ګوته کړي.

د ا.ا.ا هم د فاتح ځواک په نامه له الهجرت سټوډیو څخه په نوي نشر شوي اصدار کي خپلو سرتیرو فدایانو ته د شرعي دورو او معنوي اعداد په برخه کي په لوړه سطحه پاملرنه کړې او د هغوی د روزنې لپاره یې په ایماني فقهي او فکري بخش کي د جیدو علماء کرامو انتخاب کړی او د دوی تر مسئولیت او نظارت لاندي یې د سپیڅلو لښکرو په معنوي برخه کي خورا ډیر کار کړی چي زما په آند دا کار د دوی د سوبمنو او بریمنو عملیاتو ستر راز دی.

د اسلامي نظام په هیله!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x