نظــر

د ولسي جرګې تالار کې بې ځوابه ګنهګار

حمزه حسيني

د ارګ مېشتو د نمایشي انتخاباتو پایله کې د کابل ادارې بیا ځلې را منځته کېدو څخه کابو یو کال تېریږي، خو تر اوسه یې کابینې ته نوي وزیران نه دي معرفي کړي، له همدې امله نن ارګ مشر غوښتل تر څو ولسي جرګې ته د باور رایو تر لاسه کولو په پار نوماند وزیران ور معرفي کړي، خو ولسي جرګې تالار کې د وکیلانو لخوا رټل شوی او له جدي غبرګون سره مخ شوی دی.

کله چې ارګ مشر ولسي جرګې تالار کې د وزیرانو د معرفي کېدو په پار وینا کوله، د حبیب افغان او یو شمېر نورو وکیلانو لخوا یې څو څو ځلې خبرې پرې شوي، ددوی له ورته عمل سره د ارګ مشر مخ کېدل دا ثابتوي چې ګواکې نوموړی په خپله اداره کې هم مردود او منفور دی.

د حبیب افغان په نوم ولسي جرګه کې د کوچیانو نماینده د ارګ مشر د وینا پر مهال په نوموړي توندې نیوکې وکړې او د ارګ مشر خبرې یې قطعه کړې، ارګ مشر هڅه وکړه چې حبیب افغان کرار کړي او قناعت ورکړي، خو حبیب افغان په مسلسله توګه دا نیوکې کولې، چې تا مونږ ته قصابان را معرفي کړي، په دې سره غواړې د خلکو غاړې قطعه کړې، نوموړي وویل د خلکو حقوق دې تامین شي او په اصطلاح حکومت دې عدالت تامین کړي.

دا چې حبیب افغان په مکرر ډول په ارګ مشر نیوکې کولې، نو ارګ مشر مجبور شو تر څو ستیج پرېږدي او د ولسي جرګې له تالاره ووځي، خو بیا یې د نورو وکیلانو لخوا د وتلو مخنیوی وشو او وینا کولو ته یې وهڅاوه، ارګ مشر ځکه د فرار لاره غوره کړه چې ځواب نه و ورسره او آخر یې هم په توندو خبرو وکیلان خاموشه کړل.

ولسي جرګې ته د ارګ مشر ورتګ له تاریخي شرمونکي حالت سره مخ شو، دا ځکه چې ولس هوښیار شوی، نور به د ارګ مشر په غولوونکو خبرو هیڅکله تېر نه وځي او دا د ټولو افغانانو حق دی چې د ظالم او دوکه باز په وړاندې د حق ناره اوچته کړي.

پر ځای د دې چې ارګ مشر په اوتو بوتو سر شو، باید د حبیب افغان خبرې یې په غور اورېدلې وای او وروسته یې مناسب ځواب ورکړی وای، دا چې ارګ مشر د حقیقت په وړاندې له جذباتو کار واخیست له دې مالومه شوه چې نوموړی له هیوادوالو سره له مکر او فریب ډک برخورد کوي او حقیقت ته ځواب نلري.

ارګ مشر په ډېره سپین سترګۍ سره د خپلو اوږو پېټی په نورو ور واچاو او زیاته یې کړه چې خرابي دوی راوړې، دوی ټول ګنهګار دي او هر څوک دې په خپل خره نه سپریږي، هوکې!!! د خرابۍ لوی لامل ارګ مشر دی، ځکه همدی سوله نه غواړي، د بهرنیو په مردارو څېرو د تل لپاره د  هیواد حریم اشغال ساتي او لا د جګړې اور ته لمن وهي نو ځکه به د ولس لخوا شرمنده او رسوا کیږي.

افغانستان یوازېنی هغه هیواد دی چې وګړي یې د باطل په وړاندې سره نه ټیټوي او غوړاي مکار دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x