افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د کورنۍ جګړې د پېښېدو ګواښونه د اشغال د دوام «بې رحمانه کمپاین» دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» ادعا وکړه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هیواد د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ کېدای شي؛ طالبانو یادو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا ډول څرګندونې يې د «اشغال د دوام» او د سولې د مخنیوي هڅې یادې کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه «د ورځې خبره» تر سرلیک لاندې خپره شوې تبصره کې د حمدالله محب څرګندونو ته په اشارې لیکل شوي، چې دا ډول خبرې د روسانو د وتلو په وخت کې ببرک کامل خپلو «بادارانو» ته کولې او مفهوم یې دا دی چې ګواکي اوس په هیواد کې هیڅ جګړه نشته او د بهرنیانو له وتلو وروسته به پېښه شي.

تبصره کې وړاندې راغلي، حقیقت دادی چې د بهرنیانو له وتلو وروسته په هیواد کې د جګړې اور مړ کېږي، اشغال پای ته رسېږي او د بهرنیانو «غلامان» له واکه لیري کېږي؛ خو د طالبانو له قوله، د «کابل ادارې» د چارواکو څرګندونې بیا برعکس دي «دا چې نن د کابل عاقبت نا اندیشه چارواکي د بهرنیانو وتل د افغانستان لپاره ناورین معرفي کوي، او اعلانونه کوي چې د دوی د بادارانو له وتلو سره به کورنۍ جګړې پیل شي؛ دا په حقیقت کې د اشغال د دوام لپاره او په هیواد کې د روان وحشت د جاري ساتلو او د سولې د مخنیوي لپاره د ګوډاګیانو ځانګړی بې رحمانه کمپاین دی.»

د طالبانو له قوله، کابل چارواکي ددې پر ځای چې د سولې  زیري ولس ته واوري؛ برعکس د سولې پروسې د مخنیوي او د «اشغال د دوام» په هڅه کې دي.

یاده دې وي، چې د طالبانو پورته غبرګون وروسته له هغه دی چې حمدالله محب وویل اوس هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا شته او که چېرې هغوی له افغانستانه ووځي هیواد به د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د پاکستان یواځنی پلان او پروګرام همدا دی چی کورنی جګړی ډیر شی تر څو دا ملک احتیاجه او محتاجه پاکستان ته وی. پاکستان هیڅ کله نغواړی افغانستان کی یو با ثباته حکومت او قوی حکومت جوړ شی دا هیله د ایران هم ده. پدی صورت که به د افغانستان اوبو څوک نه مهارولی شی او پنجابیان به بیغمه زمونږ له اوبو ګټه اخلی همداسی ایران. نو همدا پاکستانی او ایران طالبان دی چی د برق پایی الوزوی، سړکونه ویجاړوی خلک وژنی او ځان وژنی کوی په نوم د اشغال او جهاد تر څو د خپلو بادارانو ګټی دلته خوندی… نور لوستل »

عظیمی

دا کورنی جګړه په چا کوی د مسعود په فامیل که د ربانی او یاهم د خام کله دوستم به طرفدارانو یا د محقیق دانش یا عطا په ډلی. یا د غرب په کاکول زیرینو او تنګ پتلونو باندی. دا ټوله اوس د ډالر په خوند پوه سول غر بی ژوند یی وڅکی فامیلونه یی غربی تابیعتونه لری او غربی صابون کو……. د خپل عیش نوش او جیب ډکولو ته راغلی دی هغوی خپل کار کړی دی. که خارجی قواوی ووزی دلته او هلته به یو سرناخلاصه څه ټک او ټوک وکی مګر ژر به لاری ته راسی او یا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x