افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د مالي انکشاف د بنسټ پلاوي په افغانستان کې د پانګونې په اړه له طالبانو سره خبرې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د امریکا د مالي انکشاف بنسټ له لوري دوحې ته ورغلي پلاوي په افغانستان کې د پانګونې او شته اقتصادي فرصتونو په اړه ورسره خبرې کړې او د نړیوالې پانګونې د جلب په موخه یې په افغانستان کې د ثبات هیله څرګنده کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې د امریکا د مالي انکشاف د نړیوال بنسټ اجرائیوي مشر «ادم بوهلر» او ورسره پلاوي د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال «شیر محمد عباس ستانکزي» سره ولیدل او په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې او سرمایه ګذارۍ د فرصتونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

نعیم زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې امریکایي پلاوي افغانستان د پانګونې لپاره یو غوره هیواد وباله او د پانګونې او اقتصادي فرصتونو د لا جلب په موخه یې د هیواد د ثبات او ارامۍ هیله څرګنده کړه، چې په غبرګون کې یې طالبانو د نړیوالې پانګونې د جلب لپاره لیوالتیا وښوده او د زمینې برابرولو ډاډ یې ورکړ.

د نوموړي له قوله، په لیدنه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې د ارزښت په اړه هم خبرې وشوې او پلې کېدل یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره اړین وبلل شول « په ناسته کې د دوحې توافقنامې په اهميت او ارزښت خبرې وشوې ځکه چې دنوموړې توافقنامې په نتیجه کې سوله منځ ته راځي، سوله او امنیت په خپل وار سره د اقتصادي پانګونې او سرمایه ګذارۍ لپاره زمینه مساعدوي.»

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

د شنونکو په باور، نړیوال اوس طالبان د راتلونکي افغانستان د واک د اصلي هستې په توګه پېژني نو ځکه د افغانستان د راتلونکې په تړاو خپلې اندېښنې او نظرونه ورسره شریکوي او له هغوی سره د ښو اړیکو د رغولو په هڅه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x