نظــر

فاتح ځواک د طالب سياسيونو او نظاميانو ترمنځ د همغږۍ ښکارندوی

محمودالحسن محمود

طالبان په پرلپسې توګه د خپلو پوځي تمريناتو ويډيوګانې خپروي ، خو په دې وروستيو کې د فاتح ځواک په نامه د طالبانو د پوځي تمريناتو خپرېدونکي فلمونه ځانګړی امتيازي حيثيت لري ، له يوه پلوه د فاتح ځواک په فلمونو کې د طالبانو د مشرتابه په ګډون د طالبانو د لوړې کچې د سياسي او پوځي مشرانو پيغامونه خپريږي او له بله پلوه د فاتح ځواک په فلمونو کې کمساري حيرانونکي پوځي نمايشات نندارې ته وړاندې کيږي.

له پيغامونو څخه يې څرګنديږي چې د طالبانو سياسيون او نظاميان ټول د خپلو غليمانو په وړاندې په يوه کرښه کې د يوه پياوړي ديوال په څېر ولاړ دي ، ترمنځ يې پياوړې همغږي شتون لري.

له حيرانوونکو نظامي نمايشاتو څخه څرګنديږي چې د طالبانو پوځي وړتيا پرمختګ کړی ، روزنه يې عصري شوې ، ډول ډول پوځي جوړښتونه لري او جنګي ځواک يې د يو هيواد د پياوړي اردو شکل خپلوي.

د شنونکو له آنده طالبان د خپلو پوځي وړتياوو په ښکاره کولو غواړي پيغام ورکړي چې که په بين الافغاني مذاکراتو کې کوم تړون رامنځته کيږي بايد د دوی جنګي ځواک د افغانستان د راتلونکي نظام د پوځ په توګه اصليت خپل کړي او يا به يواځې د دوی ځواک د راتلونکي نظام اصلي ځواک وي ، له دې سره په هغو ټولو فرضيو باندې کرښه راښکل کيږي چې لويديځ والو او د دوی ملګرو له طالبانو سره له مذاکراتو څخه درلودلې او غوښتل يې چې د ځينو اسلامي حرکتونو په څير طالبان هم د سولې او مذاکراتو په مټ بې وسلې کړي ، د يوې مرحلې لپاره يې د سياسي امتيازاتو په دام کې راګير کړي او بيا يې د تل لپاره داعيې ته د پای ټکی کيږدي.

خو داسې معلوميږي چې طالبانو لا له وړاندې د دې فرضيو د ناکامۍ لپاره چمتووالی درلود او تراوسه په دې بريالي شوي چې د دې فرضيو په خلاف روانه مذاکراتي پروسه په خپله نفعه وکاروي او لويديځوال او ملګري يې د حيرت په يوه بيابان کې ودرو‎ي.

محمودالحسن محمود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

موږبایدپدی پوه سو چه مجاهدین ولی پردولتی عسکروبرلاسه دی حال داچه دواړه طرفه افغانان دی هغه فوجیای چه غربی کفارو تربیه کړی همدی پرمختللی وصلی هم لری شکست خوری دقرآنکریم له رویه الله په قرآنکریم کی فرمایی: زه دمسلمانانوروب دکفاروپه زړوکی اچوم کفارشکست خوری که مسلمانان تقوا اوصبروکی اوپه وخت دجنګ کی الله ډیر یادوی نوره کامیابی ورکوم که ډیرلږهم وی دفرښته په واسطه چه دوی یی نه وینی کومک ورکوم تاسی نه ولیدل چه دحکومت دکفارودوه هلیکافټره سره ټکرسول دغه دالله ښکاره مدد دۍ الله دی مجاهدینوته توفیق ورکی چه کفارکه افغانان وی که ناټودرپدره کی .په احترام عبدالواحد… نور لوستل »

طوطی

غبد الواحد ته: دا ځواک لکه چی مسلمانانو تربیه کړی نه پنجابیانو. کورونه مو پاکستان کی دی، مدرسی او تریننګونه هلته کوی، له کافرو سره تړون او توافقات کوی بیا افغانانو ته کافران او ځانو ته چی کفارو سره مو موالات کړی مسلمانان وایی؟ ### اصلی کافران خو تاسی یاستی چی جنګ ته جهاد وایی. ٫##### نورو ته کافر ووایی. ####

طوطی

دغه فاتح ځواک تر اوسه کوم ولایت فتح کړی مګر چی زمینه یی د چور او چپاول برابره کړې ده لکه په هلمند کی. دا د پاکستان عسکر دی چی صرف افغان وژنه یی زده ده او ویجاړه ول نور خو مونږ لدی ځواک څخه څه ندی لیدلی. ######

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x