ټولنیزه برخه

ای انسانه! دنیا پرېږده او د آخرت لپاره ځان تیار کړه..!

محمد ناصر منصور

د دنیا په مذمت او بدۍ کې ډېر آیاتونه، احادیث او مثالونه راغلي دي؛ ځکه چې د خلګو د توجه له دنیا څخه واوړي او د آخرت طرف ته توجه وکړي.
دنیا ته ترجیح نه ورکول او آخرت ته خپل پام او توجه کول د پېغمبرانو هدف دی، دوی د همدې هدف لپاره دنیا ته لېږل شوي وو، د دنیا مذمت او بدي څرګنده ده، په قرآني ایاتونو باندې دلیل نیولو ته حاجت نشته، لکن مونږ به دلته یو شمېر هغه احادیث رانقل کړو چې د دنیا بدي پکې بیان شوې ده.

ـ رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د یو مردار شوي ګډ (پسه) تر څنګ تېر شو او وې ویل: ایا تاسو ته معلومات شته چې دا مردار شوی ګډ خپل خاوند ته څومره بې ارزښته او بې اهمیته دی؟!
صحابه کرامو ورته وویل: د سپکوالي او بې ارزښتۍ له امله خو يې ځکه دلته غورځولی دی.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: په هغه ذات قسم چې زما روح د هغه په قبضه کې دی چې خامخا دا دنیا د الله جل جلاله په وړاندې ددې مردار شوي ګډ څخه هم سپکه او بې ارزښته ده، لکه څنګه چې دا ګډ د خپل خاوند په وړاندې اوس سپک او بې ارزښته دی.

که دې دنیا د الله تعالی په نزد د مچ د وزر په اندازه ارزښت هم درلود، نو کافر به ترې یو غوړپ (ګوټ) اوبه هم نه وې څښلې، خو الله تعالی ته دا دنیا ارزښت نه لري، نو ځکه يې د کافرانو لپاره انتخاب کړې ده.

ـ زید بن ارقم (رضی الله عنه) وايي: له ابوبکر الصدیق (رضی الله عنه) سره ناست وو چې اوبه يې را وغوښتلې، اوبه او شات (عسل) ورته را وړل شول، کله چې يې خولې ته نږدې کړل، نو په ژړا شو تر دې پورې چې ناست ټول صحابه کرام يې په ژړا کړل.

صحابه کرام چپ شول او ابوبکر الصدیق (رضی الله عنه) هم چپ شو، لږ شېبه وروسته بیا ابوبکر الصدیق (رضی الله عنه) په ژړا شو تر دې چې نور صحابه کرام په پوښتنې کولو ونه توانېدل.
زید بن ارقم (رضی الله عنه) وايي: ابوبکر الصدیق (رضی الله عنه) خپلې سترګې له اوښکو څخه پاکي کړې، بیا صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې اې د رسول الله خلیفه! څه شئ وژړولې؟!
ابوبکر الصدیق (رضی الله عنه) وویل: زه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره ملګری وم، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مې ولید چې یو څه يې له ځان څخه لرې کول او هیڅوک مې هم ورسره ونه لیدل چې څه شئ یې د ځان څخه لرې کول.

ما ورته وویل: اې د الله رسوله! له ځان څخه دې څه شئ لرې کاوه؟!
رسول الله راته وویل: دنیا راته وښودل شوه (په خپل شکل کې يې ځان راته ښکاره کړ)، نو ورته ومې ویل: له ما څخه لرې شه! دنیا بیا را وګرځېده او راته ويې ویل: که ته را څخه ځان خلاص کړې، نو ستا څخه وروسته راتلوونکې به را څخه خلاص نه شي.

ـ پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) وايي: تعجب او حیرانتیا ده د هغه چا په حال باندې چې د آخرت په تلپاتې کور باندې باور او یقین لري او بیا هم د دهوکه کوونکې دنیا لپاره خواري او کوښښ کوي.
ـ په یوه روایت کې راځي چې سلیمان (علیه السلام) په خپل تخت باندې ناست تېرېده، مرغانو پرې په خپلو وزرنو سیوری (سایه) کړی وو، انسانان او پېریان يې ښي طرف او چپ طرف ته روان وو، د بني اسرائلو په یوه عابد باندې ور تېر شو.

عابد وویل: په خدای قسم د داؤد (علیه السلام) زویه! په یقيني توګه الله جل جلاله درته لویه بادشاهي درکړې ده.
سلیمان بن داؤد (علیه السلام) د هغه عابد خبره واورېده او عابد ته يې وویل: د یوه مسلمان په عملنامه کې یوځل تسبیح له هغو ټولو څخه غوره ده چې سلیمان بن داؤد ته ورکړل شوي دي، ځکه د سلیمان بن داؤد سره چې څه دي هغه له منځه ځي او فنا کېږي او تسبیح باقي پاتې کېږي.

ـ په یوه روایت کې راځي چې جبریل آمین (علیه السلام) د حضرت نوح (علیه السلام) څخه پوښتنه وکړه چې ستا عمر خو تر ټولو پېغمبرانو اوږد دی، نو دنیا دې څنګه حس کړه؟!

حضرت نوح (علیه السلام) ورته وویل: دنیا مې داسې حس کړه لکه د یوه کور چې دوه دروازې وي، په یوه دروازه يې ور داخل شوم او په بله دروازه ترې خارج شوم.

ـ یحی بن معاذ (رحمه الله) وايي: دنیا د شیطان دوکان دی، له دې څخه څه شئ مه پټوه، ځکه چې شیطان به درپسې را ورسېږي او وبه دې نیسي.

ـ ابو امامه الباهلي (رحمه الله) وايي: کله چې پېغمبر (علیه السلام) مبعوث شو، نو ابلیس شیطان ته خپلې لښکرې راغلې او ورته ويې ویل: یو نوی پېغمبر دنیا ته راغلی دی او یوی نوی أمت جوړ شو.

ابلیس شیطان خپلو لښکرو ته وویل: دوی له دنیا سره محبت او مینه لري او که نه؟!

هغوی ورته وویل: هو! له دنیا سره محبت لري.
ابلیس شیطان ورته وویل: اوس مې په دې باندې پروا نشته چې دوی د بوتانو بندګي نه کوي، ځکه زه به دوی ته هر سهار درې شیان وړاندې کوم:
ـ په ناحقه مال اخیستل.

ـ په ناحقه لارو کې د هغوی لګول.
ـ او د بنده حق نه ورکول.
ځکه د دنیا ټول شر او فساد په همدې درې لارو کې دی او دا يې سرچینه ده.
ـ حسن (رحمه الله) دا ایات ولوست: فَلَا تَغُرَّنَّکُمُ الْحَیَاةُ الدُّنْیَا. الآیة
ژباړه: (خبردار! چې) د دنیا ژوند مو په دهوکه کې وانه چوي.
حسن (رحمه الله) ددې ایات د لوستو څخه وروسته وویل: دا خبره چا کړې ده؟! دا خبره هغه چا کړې ده چې دنیا يې پيدا کړې ده او دا خبره هغه چا کړې ده چې تر هر چا په دنیا باندې پوه او خبر دی؛ نو چې هغه ذات دا حکم درته کوي چې د دنیا ژوند مو ګوره دهوکه نه کړي، ځکه چې دا بې ارزښته ده.

نو ای انسانه!
ته څنګه د دنیا په ژوند او د دنیا په خوندونو باندې مصروف او مشغول يې؟!
ځان د دنیا له مشغولتیا وساتئ، چا چې د دنیا د مشغولتیا یوه دروازه خلاصه کړې ده، نو دا دنیا د مشغولتیا لس نورې دروازې ورته خلاصوي، نو ځان ترې وژغورئ.
ـ حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: دنیا شپږ شیان دي: خوراک، څښاک، اغوستن، سورلي، نکاح او خوشبويي.

تر ټولو عزتمند خوراک شات (عسل) دي او هغه د مچیو ناړې دي؛ او د څښلو عزتمند شئ اوبه دي، لکن په اوبو کې هم نېک او بد یو برابر دي؛ د اغوستلو غوره شئ ورېښم دي چې هغه هم د چینجیو تولید دی؛ په ټولو کې غوره سورلي د آس ده، لکن په آس باندې سړي وژل کېږي؛ په دنیا کې غوره شئ نېکه منکوحه ده، لکن په دې کې هم د متیازو (بولو) ځای دی چې په هغه ځای کې استعمالېږي، همدارنګه ښځه د یوه ښه هدف لپاره سینګار کېږي، خو د یو ناکاره کار لپاره ترې کار اخیستل کېږي؛ او په دنیا کې ښه خوشبويي د مشک ده چې هغه هم وینه ده.
نو چې دا غوره شیان دا ډول دي، تاسو څه فکر کوئ چې د دنیا دا نور شیان به څه حیثیت ولري؟!

همدارنګه د دنیا د محبت په وجه په زړه کې سختي راځي، لکه یوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) صحابه کرامو ته څه خبرې کولې، نو ټول صحابه کرام په ژړا شول، خو یواځې اسامه بن زید (رضی الله عنه) نه وژړل.
اسامه بن زید (رضی الله عنه) رسول الله ته د خپل زړه د سختوالې شکایت وکړ چې یا رسول الله! زما زړه سخت دی او ژړا نه راځي؟!
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اسامه بن زید په سینه مبارکه باندې لاس کېښود او دا يې وویل: راووځه اې د الله دښمنه! ددې څخه وروسته اسامه بن زید (رضی الله عنه) هم په ژړا شو.
بیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: وچوالی د سترګو د زړه د سختوالې په وجه وي، د زړه سختوالی د ډېرو ګناهونو په وجه وي، ډېر ګناهونه د مرګ د هېرېدلو په وجه وي، د مرګ هېرېدل د ډېرو امیدونو په وجه وي، ډېر امیدونه د دنیا د محبت په وجه وي او د دنیا محبت د ټولو ګناهونو سر دی.

فضیل بن عیاض (رحمه الله) وايي: د شر ټول کارونه په یوه کوټه کې قلف (بند) دي، کیلي (کنجي) يې د دنیا محبت دی او د خیر ټول کارونه په یوه کوټه کې قلف )بند) دي، کیلي (کنجي) يې زهد او تقوی ده، نو د دنیا محبت پرېږدئ چې اوچتو مرتبو ته ورسېږئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx