افغانستان

ناټو: کندهار کې مو د عسکرو پر ټانګ چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت وایي، په کندهار ولایت کې یې د عسکرو پر ټانګ باندې د ځمکني ماین چاودنه شوې او دوه پوځیان یې ټپیان شوي.

د ناټو قاطع ماموریت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې تېره ورځ  په کندهار ولایت کې د نړیوالو ځواکونو امنیتي مرکزونو ته نږدې د ګزمه کوونکو عسکرو پر ټانګ چاودنه شوې، چې له امله یې دوه رومانیایي پوځیان ټپيان شوي.

د قاطع ماموریت د خبرپاڼې په بنسټ، نړیوالو ځواکونو د خپل ځان د دفاع په موخه همېشه د خپلو امنیتي مرکزونو شاوخوا ګزمې کولې.

ناټو د ټپي شویو پوځیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ او وړاندیز یې کړی چې په دې اړه نور جزئيات د رومانیا له دفاع وزارت څخه واخیستل شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو ځواکونو د ماین د چاودنې خبر ورکول کېږي.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مسؤلیت به نور څوک په غاړه اخلی. مینونه څوک په سړکونو خښوی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x