افغانستان

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د عسکرو د ایستلو هوډ تازه کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو هوډ څرګند کړی او په خبره یې، په افغانستان کې یې اوږده موده تېره کړه.

ټرمپ چې په شمالي کارولینا ایالت کې يې د ټاکنیز کمپاین یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې یې عسکرو نوولس کاله تېر کړل چې د را ایستلو په اړه یې باید څوک اعتراض ونکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې امریکا د نړۍ تر ټولو ښه پوځ لري خو په افغانستان کې د پولیسو رول اداء کوي چې باید نور کورونو ته را ستانه کړل شي.

د ټرمپ دا څرګندونې د هغه ټویټ په تعقیب دي، چې نوموړي د نوي کال تر پیلېدو پورې یې د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو هوډ پکې څرګند کړی وو.

ټرمپ ویلي وو، چې په افغانستان کې شته عسکر به د نوي کال تر پيلېدو «کرسمس» پورې  له افغانستانه وباسي.

ورته مهال د امریکا لوی درستیز بیا وایي، چې دوی د راتلونکو ټاکنو تر پيلېدو پورې افغانستان کې د شته عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټوي او تر دې شمېرې کمېدل به شرایطو ته په کتو ترسره کېږي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ باید ټول امریکايي ځواکونه د راتلونکي کال تر می میاشت پورې له افغانستانه ووزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x