د واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

بي بي سي انګلیش: طالبانو د کابل په شمول نور ستر ښارونه محاصره کړيدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د بي بي سي انګلیش مشهوره خبریاله اغلې لیس دوسیټ په افغانستان کي د روان بحراني او جنګي حالاتو په اړه یو اوږد تحلیلي رپوټ لیکي دی. دلته هڅه کېږي چي د اغلي دوسیټ ددې جالب رپوټ غټ ټکي وړاندي سي. 

لیس دوسیټ لیکي پداسي حال کي چي امریکايي عسکر له افغانستانه وځي، جنرال میلر د( سي ای ې) د جاسوس (مایک سپېن) منار ته احترام کوي. مایک سپېن لومړی امریکايي وو چي په ۲۰۰۱ کي په مزار شریف کي مړ سو. 

جنرال میلر وايي موږ هڅه کوو چي بیا افغانستان د داخلي جنګ سره مواجه نسي، او یا تر نن ورځ زیات بې ثباته نسي. جنرال میلر وايي«تشدد باید راکم سي. پکار ده چي ګرده طرفونه تشدد راکم کړي.»  

اغلې دوسیټ لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي تر کریسمیس پوري زیات امریکايي عسکر راوباسي. جنرال میلر وايي دا مسایل په سیاسي مشرانو پوري اړه لري، او نظامیان فقط نظامي مشوره ورکوي. 

لیس دوسیټ کاږي پداسي حال چي د کابل د حکومت مشران په ارګ کي د سیمټي او جګو سنګي دیوالونو شاته خپ ناست دي، طالبان ورو ورو د کابل په شمول نور ستر ښارونه محاصره کوي. 

لیس دوسیټ لیکي په فراه کي افغان عسکر یو امریکايي جنرال ته وايي«موږ تر محاصرې لاندي یو.» د فراه ولایت اکثره لاري بندي دي، او د افغان عسکرو اکمالات د شدیدو خطراتو سره مواجه دي.‌

اغلې دوسیټ لیکي د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د «داخلي جنګ» امکانات ډېر جدي ګڼي. هغه وايي«د هلمند په جنګ کي د امریکا هوايي کومک حیاتي اهمیت لاره.» 

اغلې دوسیټ وايي د بګرام په هوايي اډه کي د امریکایانو د کوچېدو او تلو نښي نښانې هر ځای لېدل کېږي. امریکايي طیارې او هیلکوپټري شپه او ورځ نظامي سامان الات له افغانستانه بهر انتقالوي. د بګرام د نظامي اډې احاطه او ساحه ورځ په ورځ کوچینۍ کېږي. 

لیس دوسیټ لیکي یو وخت پدې اډې کي په زرهاوو افغانانو کار کاوه، خو اوس اکثره بېکاره دي. ۲۸ کلن ملک وايي اقتصادي حالت یې ډېر خراب دی. هغه وايي«ما د ډوډۍ د اخیستلو لپاره خپل د واده ګوتمۍ خرڅه کړه.» ښاغلی ملک، چي اضطراب يې په سترګو کي ښکاري، زیاتوي«سل په سلو کي طالبان دلته موجود دي. هغوی موږ په مینځ کي دي.»

اغلې دوسیټ لیکي افغانان د خپل وطن د آینده په باب ژوري اندېښنې لري. هغوی د امریکا د انتخاباتو په اړه هم تشویش لري. خو که ټرمپ او یا جو بایډن راسي، د افغانستان د ماموریت ورځي په شمار دي. 

جنرال میلر وايي«زما تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چي افغانان د سولي دا فرصت له لاسه ور نه کړي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

TORRI WAHA BARAI BA MOOMI
KA BARAI NA WE TALIB TAL PA TORRO MREENA

Keep irrigating the flowers of Afghan mountains with your young fresh blood of your young fresh body

ALLAH DE MAL SHA ZWANA TALIBJANA

Trust me the world is proud of you

You made impossible possible, You did what others could not even think of it

طوطی

انګریزان نور هم طالبان جنګ ته تشویق کوی. پدا اتلسو کالو کی کوم ښار طالبانو ونیوه چی اوس غواړی کابل یا نور غټ ښارونه ونیسی. چی ویی هم نیسی تر څو کندز یی نیولی وه خو صرف د یوی ورځی لپاره چی د چور او چپاول زمینه برابره کړی.

غوربندي

طوطی صاحب

تاسو دا ډېر وخت وشو د نن ټکي اسیا په درنه خپلواکه پاڼه کې د خپلواکو لیکوالانو په لیکنو بې منطقه او پاروونکې نیوکې کوی. ما شخصا ستا له تبصرو په جز ددې چې تاسو راته یو مزدور وبرېښی، هیڅ هم زده نکړل.

پوښتنه مې داده چې د تاسو کوټ کوټ او په نن کې د خوسا هګیو اچولو قرارداد څومره نور پاته دی؟

ستاسو د ځواب په هیله

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x