افغانستان

«سپيني ماڼۍ پر پنټاګان فشار راوړی چې له افغانستانه عسکر وباسي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): امریکايي رسنۍ وایي، سپینې ماڼۍ د امریکا د متحده ایالاتو پر دفاع وزارت «پنټاګان»باندې فشار راوړی چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو په برخه کې د ټرمپ امر عملي کړي.

له امریکا خپرېدونکي ورځپاڼې «پوليټيکو» په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، چې سپينې ماڼۍ پر پنټاګان باندې فشار راوړی چې د ټرمپ امر عملي او د نوي میلادي کال تر پیلېدو پورې خپل ټول عسکر له افغانستانه راوباسي؛ ځکه د ورځپاڼې په باور ټرمپ غواړي له افغانستانه د عسکرو د را ایستلو قضیه د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې چې راتلونکې میاشت ترسره کېږي؛ وکاروي.

د ورځپاڼې په باور، په امریکا کې د پوځي او امنیتي چارواکو تر منځ لا هم له افغانستانه د عسکرو د ایستلو په تړاو بیلابېل نظرونه موجود دي.

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر وویل، چې د نوي کال تر پيلېدو به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي؛ خو د سپيني ماڼۍ امنیتي سلاکار «رابرټ اوبراین» بیا یاده کړه چې تر کرسمس پورې به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټ کړي.

ورته مهال د امریکا د پوځ لوی درستیز «مارک میلي» بیا د امریکا له «این فی ار» راډيو سره په خبرو کې یاده کړه، چې دوی پلان لري د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر پيلېدو پورې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ ته راټيټ کړي؛ خو دده له قوله، تر دې نور کموالی به شرایطو ته په کتو ترسره کېږي.

کله چې له اوبراین څخه د میلي د څرګندونو په اړه وپوښتل شول، نوموړي یاده کړه، چې دی نه غواړي له میلي سره په عام محضر کې ددې موضوع په تړاو چنې ووهي؛ ځکه دده له قوله، هغه یې ملګری او ښه امریکايي دی.

دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید نوي کال په می میاشت کې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووزي.

اوس مهال زرګونو امریکایي او ناټو عسکرو په افغانستان کې خپلې نظامي اډې تخریب کړې او خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

بل لور ته له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو موضوع لا هم د طالبانو لپاره سره کرښه ده.
طالبان وايي، تر هغه مهال د افغانستان ستونزه حل کېدای نشي؛ تر څو چې ټول بهرني عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x