نړۍ

سوډان کې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو پر ضد پراخ لاريونونه روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د سوډان پلازمېنې خرطون سربېره په ګڼو ښارونو کې د هېواد کمزوري اقتصاد سربېره له اسرائیلو سره د اړيکو جوړلو پر خلاف پراخ لاريونونه روان دي او لاريونوالو د اسرائيلي ښکېلاکګرو بيرغ هم سوځولی دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې لويديځې رسنۍ وايي، چې امريکايي او سوډاني چارواکي په دې خبرو بوخت دي، چې څرنګه اسرائيلي دولت په رسميت وپيژني او دوه اړخيزې ډيپلوماټيکې اړيکې ورسره جوړې کړي.

له مصر، اردن، متحده عربي اماراتو او بحرين وروسته د سوډان چارواکو هڅې پيل کړي، چې د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي، خو غواړي، چې دا خبرې بايد د رسنيو له سترګو پټې وي، تر څو ولسي غبرګون ونه پاروي.

سوډاني رسنيو د هغو لاريونوالو انځورونه خپاره کړي، چې د حکومت او اسرائيلو پر ضد شعارونه ورکوي او د اسرائيلو بیرغ يې هم سوځولی دی.

لاريونوال غوښتنه کړې، چې له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو پروګرام دې بېرته لغوه شي او په هېڅ صورت له اسرائيلي ښکېلاک سره اړيکې جوړول د سوډاني ولس لپاره د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې، چې اسرائيلي رسنيو څو ورځې وړاندې په خپلو رپوټونو کې ویلي، تېره ورځ چهارشنبه يوه لوړپوړي اسرائيلي پلاوي د سوډان پلازمېنې خرطوم ته سفر کړی دی، تر څو د خرطوم او تل ابیب رسمي اړيکې جوړې شي.

سلګونو لاريونوالو د خرطوم او ختيځ نيل سيمې تر منځ لويه لاره تړلې او پر لويو لارو يې اورونه بل کړي دي.

د لاريونونو له امله ګڼې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوي دي.

داسې ښکاري، چې سوډان کې د پخواني ولسمشر عمر البشیر د واکمنې له نسکورېدو وروسته پوځي انتقالي شورا هم د خلکو پر وړاندې خپل باور بایللی او د ګازو نه شتون، خوراکي توکو له ګراني او د سوډاني کرنسي «جنيه» د پرېوتو او اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو له امله خلک يو ځل بيا سړکونو ته راوتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x