روغتیا

هېواد کې د کرونا ویروس پېښې یو وار بیا مخ پر زیاتېدو دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو دوه ورځو کې د هېواد په کچه نږدې ۳۰۰ د کرونا نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یادې پېښې د ۹۰۰ ازمویل شویو شکمنو نمونو په پایله کې ثبت شوي، چې له مخې يې په وروستیو کې په هېواد کې د کرونا ورځنۍ پېښې ډيرې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې ۱۱۶ مثبې پېښې تېره ورځ او ۱۴۱ پېښې وړمه ورځ ثبتې شوي دي، له یادو قضیو څخه یې ۱۴۶ یوازې په هرات کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په دغه موده کې ۶ د کرونا ناروغان – تېره ورځ ۴ او وړمه ورځ ۲ – مړه شوي دي، دغه راز ۳۴ ناروغان بېرته روغ شوي، چې د ټولو قربانیانو شمېر ۱۵۰۵ او د روغ شویو شمېر ۳۳ زره ۸۳۸ ته رسیږي.

د نویو پېښو له ثبتېدو وروسته په هېواد کې د کرونا ناروغۍ ټولې مثبتې پېښې ۴۰ زره ۶۲۶ ته رسېدلي دي، چې له مخې یې ۵۲۹۰ فعالې دي.

باید وویل شي چې د تلې په ۲۸مه نېټه ۸۷ مثبتې پېښې، په ۲۷مه نېټه ۵۹ او له هغې وړاندې ۶۸ ورځنۍ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې یوازې په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۱۲۰۰ مثبتې قضیې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي په موسم کې به د کرونا ډیروالی نورې ستونزې وزیږوي، او دا به یوه سخته مرحله وي. دوی باور لري چې سړه هوا نشي کولی ویروس ووژني، له همدې لامله به دغه ویروس په سطحه یا هم هوا کې تر ډيره پاتیږي.

دا په داسې حال کې چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا دوهمه څپه خپره شوې چې هره ورځ زرګونه مثبتې پېښې ثبتیږي، په دې لړ کې هسپانیا لومړی د اروپایي اتحادیې هېواد شو چې د کرونا مثبتې پېښې په کې له یو ملیون پورته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x