ورزش

د رحمان الله ګربز په مشرۍ مس عینک لوبډلې د غازي امان الله خان سیالیو اتلولي هم وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د مس عینک لوبډلې د ځوان تکړه لوبغاړي رحمان الله ګربز په مشرۍ د غازي امان الله خان لیست اې سیالیو د ۲۰۲۰م پړاو اتلولي په خپل نوم کړه.

دا دویم وار دی چې مس عینک لوبډله دغه جام په خپل نوم کوي، دغه راز په روان کال کې د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز د شپږیزې شل اوریزو لیګ اتلولۍ ترڅنګ د غازي امان الله خان پنځوس اوریزې اتلولي هم وګټله.

هغه په دغه لوبه کې د غوره لوبډلمشرۍ ترڅنګ په زړه پورې سلیزه هم ووهله چې ۱۲۸ منډې یې جوړې کړې، ګربز دغه منډې په ۱۱۵ توپونو وکړې او د ۵ شپږیزو سربېره یې ۱۳ څلوریزې هم ووهلې.

د غازي امان الله خان لیست اې سیالیو پایلوبه د جاوید احمدي په مشرۍ د امو لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه چې لومړی امو لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۶۰ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا عبد المالک په زړه پورې سلیزه ووهله او ۱۰۷ منډې يې جوړې کړې، دغه راز افسر ځاځي ۴۶ او آلراونډر عظمت الله عمرزي ۴۲ منډې ترسره کړې، د مس عینک لخوا ضیاء شریفي، ضیاء اکبر او ظاهر خان ۲-۲ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې مس عینک د ټاکلي هدف بشپړولو لپاره غوره توپ وهنه پېل کړه چې هدف یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو په ۴۷م اور کې بشپړ کړ، ددوی لخوا لوبډلمشر ګربز ۱۲۸، رحیم منګل ۴۳ او ننګیالی خروټي ۲۹ منډې جوړې کړې. په توپ وهنه کې شرف الدین اشرف ۲ او وفادار مومند یو لوبغاړی وسوځاوه.

د غازي امان الله خان سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه جاوید احمدي ترلاسه کړه چې د ۲۵۳ منډو ترڅنګ یې ۳ لوبغاړي هم وسوځول، دغه راز رحمت شاه په ۲۵۷ منډو سره د ټورنمنټ غوره توپ وهونکی، ظاهر خان په ۱۳ ویکټو سره غوره توپ اچونکی، او چټک توپ اچونکی حسیب الله په ۱۰ لوبغاړو سوځولو سره د ۲۰۲۰م کال ځوان لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x