شعـــــرونه

د زړه هنداره/ انس حقاني

انس حقاني

لاس یې تړلی شي احساس یې څوک تړلی نشي
ژوندی ضمیر د چا سینه کې څوک وژلی نشي

ستا ازلي جمال، اخیر هم څرګندیږي ضرور
د حقیقت لال په ایرو څوک پټولی نشي

ځان پیژندنه د جهان د ستونزو حل یادیږی
په ځان چې ړوند وي نو جهان څوک پیژندلی نشي

باور چې نه وي هیڅ اړیکه غځیدلی نشي
باور چې وران شي بیا هغسې رغیدلی نشي

که په دروغو هرڅوک ګټه کوي، ګټه نه ده
بې صداقته تر کمال څوک رسیدلی نشي

د زړه هنداره چې ګردجنه شي انسه د چا
هوښیار سړی وي خو په حق به پوهیدلی نشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x