ټولنیزه برخه

د عيسوېت د پاپ فکري انزوا!

ابوخالد

د واټيکان د کليسا مشر پاپ پرله پسې ګډې وډې ويناوې پۀ نړۍ کې عیسویان کلکو غبرګونونو سره مخ کړي دي پاپ فرانسيس چې پۀ ۲۰۱۳ کال خپل کتاب “جنت او ځمکه” کې لیکلي( له حقوقي پلوه له ازدواج سره د هجنسخوښو د اړیکو یو شان بلل “د خلکو پېژندلو برخه کې شاتګ دی )
همداسې وایي:، که همجنسخوښې جوړې په زویولي د ماشومانو منلو اجازه ولري: “بچیان به اغېزمن وي، ځکه هر کس یوه نارینه پلار او ښځینه مور ته اړتیا لري چې د دوی پېژندلو کې مرسته کوي.

خو د  پاپ دا دریځ بلآخره پرون بدل شو، پاپ فرانسیس یؤې ناسته کې لۀ خپلو خبرو شاتګ او مخ اړولې دی.

د يادونې وړ ده: پاپ چې نن سبا د عيسويت مرکزي مشرۍ پۀ سر لري.

یؤې ناسته کې د همجنس بازانو پۀ اړه ویلي دي : “دوی هم د خدای بچیان دي، حق لري چې یوه کورنۍ کې وي. هېڅوک یې باید ډډې ته نه کړي نه یې باید ژوند سخت کړي. ”

نوموړي زیاته کړه: “موږ باید د شخصي پیوستون قانون جوړ کړو. په دې حال کې مو دوي ته قانونیتوب ورکړی دی.”

فرانچسکو فلم د پاپ فرانسیس د ژوند او چارو په هکله دی او د روم د فلمونو فیسټوال کې نندارې ته وړاندې شو.

دې فلم کې پاپ دوه همجنس خوښي هڅوي چې له خپلو درېیو بچیانو سره کلیسا ته لاړ شي.
هغه وویل: “کله چې د بوینس ایرس لوی اسقف هم و دا خبره یې کړې وه. هغه تل د همجنسخوښو جوړو د ازدواج مخالف و، خو باوري و چې کلیسا باید د همجنسخوښو د شخصي پیوستون د قانون ملاتړ وکړي او د هغوی حقوقي ملاتړ وکړي.”

د پاپ څرګندونو ګڼې پوښتنې ولاړې کړي دي
ایا تر دې مخکې عيسويت د همجنسخوښو پۀ اړه ګونګ و؟

پۀ اړه یې د مخکيني پاپانو مخالفت سم و؟ کۀ ناسم؟ ولې پاپ فرانسيس د ۵۰ کلن مخالفت وروسته همجنس بازي ته جواز ورکوي؟ د همجنس بازي لۀ کبله د کورني نظام د خرابېدو د تاوان مخه نېولو لپاره عيسويت سره کوم تګلاره شته؟ کۀ نه؟

دا او دې ته ورته ګڼې پوښتنې د مضطرب پاپ د ځواب پۀ انتظار دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد فرید

عیسویت اصلاً ختم شو لکه سنگه چی اسلام او اسلامی علماوو ته توهین کیژی او دینی علما قتل او زندانی کیژی، عیسویت هم په همدغه دول نابود شو او حتی هغه اصلی کتاب یا الهی رساله یعنی انجیل ته یی هم تغیر ورکرل شو او نن اصلاً د عیسی (ع) د دین پیروان اصلاً نشته. هر کال په امریکا کی د ۶۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ پوری کلیساوی بندیژی، یا نرول کیژی یا پلورل کیژی. دا شاغلی پاپ یوازی یو بی واکه، جعلی او لاس پوحی دینی مشر دی. اسلام علیکم و رحمه الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x