افغانستان

 ناټو: راتلونکي څلور کلونه هم د دولتي ځواکونو مالي ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان وایي، پرېکړه يې کړې چې تر راتلونکي ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د کابل حکومت د دولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سازمان عمومي منشي د یاد سازمان د غړو هیوادونو استازو ته په ناسته کې ویلي، چې ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنتیا لري،  تر راتلونکي ۲۰۲۴ کال پورې د دولتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي او د ځواکونو د را ایستلو او هلته د شتون پرېکړه به د راتلونکو شرایطو په اساس کېږي.

د ناټو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووزي.

د یاد توافق په اساس تر دې دمه زرګونه ناټو او امریکایي عسکرو خپل نظامي مرکزونه تخریب او عسکر یې خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha

لکه چئ وس ورته د خیرات په غوندی نه دی ناست، هر سه چی وکرئ اخر به انشالله سرتیتئ وزئ، دا جنگ د الله د دین سره ده الله ج به چیرئ هم دا لارویان ظایع نه کئ انشالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x