افغانستان

عبدالله عبدالله وايي پایلې راته د منلو نه دي

نن ټکی آسیا: ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وايي تر هغې چې پاکې رايې له ناپاکو بېلې شوي نه وي، پایلې ورته د منلو نه دي.

ټاکل شوې چې د ټاکنو کمېسیون به سبا / دوشنبه چنګاښ ۱۶مه/ ابتدايي پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون د مهالویش سره سم د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د چنګاښ په ۱۱مه اعلان شوې وې، خو د کمېسیون په وینا د ۲۰۰۰ محلونو د رایو شمارلو او څېړلو له امله یې پایلې وځنډولې.

عبدالله عبدالله کابل کې په خبري غونډه کې چې دده د ټیم لوړ پوړي مشران په کې هم ناست و خبریالانو ته وویل: « تر هغې چې ناپاکې رايې له پاکو بېلې نشي د ټاکنو پایلې موږ ته د منلو وړ نه دي».

عبدالله زیاته کړه که دده غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړل شي دی به د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي.

تر دې دمخه د عبدالله عبدالله سیال اشرف غني احمدزي د ټاکنو کمېسیون څخه غوښتي وه چې نور د خلکو انتظار پای ته ورسوي او د دوشنبې په ورځ حتما پایلې اعلان کړي.

د تېرو څو ورځو راهیسې امریکایي سناتوران او نور بهرني چارواکي دواړو کاندیدانو سره لیدنې کتنې کولې، څو دواړه کاندیدان په یو څه رضا او ټاکنیزو لانجو ته د پای ټکی کیږدي.

داسې راپورونه هم ورکول شوي چې بهرنیانو دواړه کاندیدان یوه ائتلافي حکومت ته سره پخلا کړي. سرچېنې وايي چې په ائتلافي حکومت کې اشرف غني احمدزي ته ۶۰٪ واک او عبدالله عبدالله ته ۴۰٪ واک ورکول کیږي.

د دغو راپورونو وروسته اشرف غني احمدزي دا په کلکه رد کړه چې ګواکې نوموړی ائتلافي حکومت جوړوي. نوموړي وویل چې دی غواړي ملي مشارکت حکومت رامنځته کړي.

د شننونکو په اند د سهامي شرکت (ائتلافي حکومت) او ملي مشارکت نومونه تغیير خو په حقیقت کې یو دي.

د اشرف غني احمدزي زیات شمېر پلویان د نوموړي وروستیو دریځونو سخت غوسه کړي، د دوی په وینا نوموړي د دوی له رایو سره «خیانت» کړی.

یو شمېر فیسبوکیانو بیا لیکلي چې اشرف غني د دوی په رایو ځان تر ولسمشرۍ ورساوه او اوس هغه څه کوي چې د بهرنیو لخوا ورته ویل کیږي.

د چارو شننونکی او ژورنالست وحید مژده وايي چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی، همدا راز مشهور سیاستوال او مدني فعال ډاکتر رمضان بشردوست تر ټاکنو د مخه ویلي و چې رایه د افغانانو او ټاکنه د امریکا ده.

ځینو نورو بیا په دې اړه ویلي و چې په افغانستان کې انتخابات نه؛ انتصابات ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x