ټکنالوژي

ولسي جرګې له اترا د «پابجي» ګیم بندولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ولسي جرګې دار الانشا څانګې د یادې جرګې د مخابراتو کمیسون د پریکړې سره سم له «اترا» غوښتي، تر څو هېواد کې پر مشهور ویدیویي اپلیکیشن پابجي (PUBG) بندیز ولګوي.

د ولسې جرګې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، «د پابجي ویدیویي انترنیتي ګیم چې د ځوانانو ترمنځ په پراخه کچه عام شوی او په اړه یې یو شمېر شکایتونه ترلاسه شوي، په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) څخه د بندولو غوښتنه کوي».

ولسي جرګه زیاتوي، «دغه ګیم ځوانانو ته زیان رسوي». په داسې حال کې د اترا ادارې ویاند سعید شینواري پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دوی به د قانون سره سم ګامونه پورته کړي.

د پابجي مشهور ګیم ددې کاروونکو زیاته موده وخت ضایع کوي، ځوانان له خپلو موخو لرې کوي او ددې سربېره دوی ته روغتیایي ناروغۍ هم رامنځته کوي. پر دغه ګیم یو عادي کس هره ورځ نږدې څو ساعتونه وخت ضایع کول شي.

باید وویل شي چې د سویلي کوریا مشهور ویدیويي انترنتیي ګیم پابجي په نړۍ کې لسګونه ملیونه کاروونکي لري.

دغه ګیم تر ټولو زیات کاروونکي په هند کې درلودل، خو د هند حکومت چین سره تر ځینو لانجو وروسته پر دغه ګیم بشپړ بندیز لګولی دی.

دغه راز د پاکستان مخابراتو ادارې هم څه موده وړاندې پر پابجي بندیز لګولی و، خو په پراخه کچه د خلکو غوښتنو له کبله یې دغه بندیز لرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x