نړۍ

اذربايجان له ارمينيا هغه جومات نيولی، چې خنزيران يې په کې روزل «ويډيو»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د اذربايجان ځواکونو له ارمينيا هغه تاريخي جومات نيولی، چې د ارمينيا له لوري په کې خنزيران روزل کېدل.

په ټولنیزو شبکو کې هغه لنډه ويډيو ښکته پورته کيږي، چې اذري ځواکونه زنجيلان سيمه کې هغه تاريخي جومات ته داخليږي، چې د ارمينيا له لوري په کې خنزيران ساتل کيږي.

د ترکيې «اناضول» خبري اژانس وايي، اذري ځواکونو زنجيلان سيمه وړمه ورځ سه شنبه نيولې، چې له تېرو ۲۷ کلونو راهيسې د ارمينيا تر اشغال لاندې وه.

د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته ارمينيا د اذربايجان شل سلنه خاوره لاندې کړې ده.

له تېرو ۲۷ کلونو راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ وخت پر وخت سختې نښتې شوي، خو د تېر سپټمبر له ۲۷مې نېټې راهيسې يو ځل بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي او د راپورونو له مخې اذري ځواکونو د ناګونوروني قره باغ سیمه کې ډېر پرمختګونه کړي دي.

اذري ځواکونو د جبريل، فضولي او زنجيلان ښارونو سربېره سل کلي هم له ارمينيا نيولي دي.

ارمينيا وايي، په دغه جګړه کې يې نږدې اته سوه عسکر وژل شوي، خو اذربايجان تر اوسه په دې نښتو کې د مرګ ژوبلې معلومات نه دي خپاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x