نړۍ

ورځپاڼه: سعودي د فرانسې له لوري د مسلمانانو پر ضد د روانې دښمنۍ ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې «لوبينيون» ورځپاڼې ليکلي، ولسمشر ايمانويل ماکرون په دغه هېواد کې د اسلامي ډلو پر ضد د روان کمپاين پر مهال د سعودي له لوري د ملاتړ ډاډ ترلاسه کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا د سعودي رابطة العالم الاسلامي ادارې مشر شيخ محمد بن عبدالکريم العيسی د سعودي له لوري فرانسې ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

لوبينيون زياتوي، چې شيخ محمد بن عبدالکريم په فرانسه کې له مېشتو مسلمانانو غوښتي، چې د کوربه هېواد قوانينو ته درناوی وکړي.

د سعودي رابطة العالم الاسلامي ادارې مشر شيخ محمد بن عبدالکريم العيسی

فرانسوي چارواکو وروسته تر هغه په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی، چې څو ورځې مخکې يوه ځوان هغه ښوونکي څخه سر پرې کړ، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې يې سپکاوی کړی و.

شيخ العيسی ويلي: «ځينې مسلمانان د ناوړه کړنو له امله د اسلام رنګ بدوي او په غرب کې د ترهګريزو کړنو له امله د اسلام صورت بد معرفي کوي.»

ورځپاڼه د شيخ العیسی له قوله وايي، فرانسه بايد له بهره د امامانو په ورتګ بندیز ولګوي او ټينګار کوي، چې د جوماتونو امامان بايد د فرانسې په خاوره کې دننه له ځايي چاپېريال سره سم وروزل شي؛ ځکه چې «د بهرنيو هېوادونو امامان خپل ثقافت او د ژوند اصول هلته داخلوي او ځينې وخت خپل عادتونه هم د دين برخه بولي، په داسې حال کې، چې دا به له دين سره هېڅ اړيکه نه لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x